د افغانستان لپاره سویډن کمیټه د ښوونې او روزنې برابر لاسري حق ته د درناوۍ غوښتنه کوي

د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې هلکان باید له یوې میاشتې ځنډ وروسته د ثانوي ښوونځیو ټولګي بیا پیل کړي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ته په ژوره توګه د اندېښنې وړ ده چې په دې بیانیه کې د نجونو د تعلیم حق یادونه نده شوې.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د افغان حکومت څخه غوښتنه کوي چې ښوونځیو ته دې د نجونو د راستنېدو زمینه برابره کړي. اوس مهال په ثانوي ښوونځیو کې شاوخوا یو ملیون انجونې د ناڅرګند وضعیت له امله د زده کړې حق له لاسه ورکولو خطر سره مخ دي او همدارنګه زده کوونکې د سویډن کمیټې په ښوونځیو کې.

که څه هم د ۱۲-۷ ټولګي څخه د انجونو لپاره په ښوونځي کې رسمي بندیز شتون نلري خو دا چې پدې برخه کې د حکومت دریځ به څه وي پدې اړه ناڅرګندتیا پدې معنی ده چې ډیری ښوونځي تړل شوي او ډیری اناث زده کونکي د دوی والدین لخوا په کور کې ساتل کیږي.

د افغانستان د دوامداره پرمختګ د تضمین لپاره زیاتو تعلیم یافته میرمنو ته اړتیا ده. پوهنتون ته د نجونو د تګ حق د نوي افغان حکومت لخوا منل شوی ده. که د انجونو لپاره ثانوي ښوونځي ژر تر ژره پرانستل نشي زده کونکي خپل د تعلیم د شاته تګ او د فراغت وړتیا نه درلودو خطر سره مخ کیږي.

نجونې او هلکان ، ښځې او نارینه د تعلیم مساوي حق لري او سرچینې باید دواړه جنسونو ته په مساوي ډول ورکړل شي.