د افغانستان لپاره د سویدن کمیټه د کرونا( کوید-۱۹) بېړني حالاتو کې هم خپل فعالیتونو ته دوام ورکوي
د اقتصاد وزارت د یو رسمی لارښود له مخې، په ښارونو کې قرنطین په غیر دولتي ادارو کې د پلې کېدو وړ ندی. له همدې کبله؛ د افغانستان لپاره د سويډن کمیټې خپل دفترونه په نسبي او یا هم په بشپړ ډول پرانیستې ساتلې دي ترڅو خپل د پاموړ سیمو کې خلکو ته روغتیایې او داسې نور اړین خدمتونه وړاندې کړي.
د سویډن د کمیټې د کرونا ( کوید-۱۹) د غبرګون ټیم په فعاله توګه د وضعیت څارنه کوي او د دې ساري ناروغۍ سره د مبارزې په موخه یې اړين اقدامات تر سره کړي دي.
د افغانستان لپاره د سویدن کمیټه د قرنطین په موده کې د کار کوولو په جریان کې خپل د کار کوونکو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي نو ځکه یې ټولو کار کوونکو ته محافظتي تجهیزات لکه ماسک، دستکشې او سنیټایزر ویشلي دي.
نور اقدامات؛ په وردګو ولایت کې د مجزا څانګو رامنځته کول، د اړینو طبي وسایلو او درملو تهیه او تدارکات او د اضافی روغتیایې کارکوونکو ګمارل دي. همدا ډول د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د ټولنیزو پرمختیایې شوراګانو، چاپی خپرونو او راډیویي پيغامونو له لارې خپل د عامه پوهاوۍ اړوند فعالیتونه خپل ټولو سیمه ایزو دفترونو کې زیات کړي دي.
سربیره پردې، د بهسودو په ولسوالۍ کې، د سویډن کمیټې ګرځنده روغتیایي ټیم د وردګو – بامیانو لویې لارې، بهسودو ته د ننوتلو ور کې د را ستانه شوي خلکو صحي معاینات ترسره کوي او هغه خلک چې د کرونا یا کوید -۱۹ نښې نښانې ولرې سمدلاسه د نورو طبي معایناتو په خاطر ولایتي روغتون ته لېږدول کیږي.
همدا ډول ترټولو مهمه دا چې د سويډن کمیټې په وردګو ولایت کې، په کورونو کې ایران څخه د را ستانه شوي خلکو پېژندلو او قرنطین په خاطر د سیمه ایز څارنې سیسټم یې جوړ کړی چې په پایله کې د کرونا نښې نښانې لرونکي خلک د درملنې په خاطر ولایتی او د ولسوالۍ روغتونونو د ځانګرې پاملرنې په برخه کې استول کیږي.
د افغانستان لپاره د سویدن کمیټې دریو سیمه ایز اداري دفترونو د ولسي تړون پروګرام له لارې په فعاله توګه خلګوته په ټولنه کې پوهاوۍ ور کوي او تر اوسه یې نږدې ۱۷۰۰ اړمنو کورنیو ته اړین خوراکي توکي یې چمتو کړي.
د یادونې وړ ده چې، له همدې کبله د سویډن کمیټې تر دې دمه شاوخوا یوولس میلیونه افغانۍ خيل موجوده مالي سرچینو څخه مصرف کړي یې دي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیته یوه غیر دولتی او غیر انتفاعی اداره ده. چې په افغانستان کې د روغتیا، ښوونې او روزنې او د معلولیت لرونکو وګړو د بیارغونې له سکتورونو سره مرسته او همکاري کوي.