د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې عمومي مشر د وردګ سیمه ایز اداري دفتر څخه لیدنه وکړه

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې عمومي مشر ښاغلي ډانیل مدنی، د سویډن کمیټې د وردګ سیمه ایز اداري دفتر، میدان ښار ولایتي روغتون او په میدان ښار کې د ټولنې د قابله ګانو له ښوونځي څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي مدني په ولایتي روغتون کې د نوو ماشومانو د زیږون او ساتنې، د میندو او ماشوم د روغتیاپالنې، د بیړنیو پیښو، د ماشومانو د خوارځواکۍ، د سراپا ناروغانو د کتنځي او لابراتواري معایناتو له څانګو کتنه وکړه. ښاغلي مدني د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له روغتیاپالانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې وویل: "تاسو یاست چې پدې وروستیو سختو او جنګي شرایطو کې مو خلکو ته شپه او ورځ خدمتونه وړاندې کول، زه واقعاً ستاسو په کار ویاړم او له تاسو مننه کوم چې هیڅ وخت مو د خلکو له خدمت کولو مخ نه دی اړولی."

دغه راز ښاغلي ډانیل د ټولنې د قابله ګانو له ښوونځي څخه هم لیدنه وکړه. ده د ټولنې ۲۵ تنو زده کوونکو ته وویل: "تاسو د ټولنې تر ټولو ښې خدمتګارې یاست، تاسو یاست چې په ټولنه کې به له مور او ماشوم سره په سخت حالت کې مرسته کوئ، زه ډیر خوشحاله یم او ویاړم چې تاسو د خپل درس او زده کړو په حال کې ګورم. هیله من یم چې زه به ستاسو د فراغت په مراسمو کې هم ګډون وکړم."

ښاغلی ډانیل د خپلو لیدنو کتنو په ترڅ کې میدان وردګو له ښاغلي والي مولوي رحیم الله محمود د عامې روغتیا له رئیس قاري بختیار مدني سره هم وکتل، په دغه کتنه کې د ولایت نوو چارواکو ښاغلي ډانیل مدني ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې سره یې د هر ډول همکاریو او همغږیو ژمنه وکړه. ښاغلي والي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: "موږ د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې څخه مننه کوو چې د افغانستان په ډیرو سختو شرایطو کې یې له افغانانو سره خپلې مرستې جاري ساتلې دي. د سویډن کمیټه ډیر ښه نوم لري، د روسانو د یرغل له وخت راهیسې د سویډن کمیټې له ښه نوم سره خلک اشنايي لري. موږ هیله من یو چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه به خپلو مرستو ته دوام ورکوي."

د یادوني وړ ده چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه غیر دولتي، غیر سیاسي په ګټو نه ولاړه، د مشارکت پر بنسټ او د ارزښتونو پر بنسټ را منځته شوې ده چې په افغانستان کې د ۱۹۸۲م کال را پدې خوا کار کوي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه اوسمهال د ښوونې او روزنې، روغتیا، د معلولیت، او د کلیو د پراختیا څلور پروګرامونه په افغانستان کې پلي کوي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په وردګ ولایت کې له شپږ لکو څخه زیاتو وګړو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، چې دغه خدمتونه پکې شامل دي: عمومي جراحي، عمومي داخله ناروغۍ، د ماشومانو داخله ناروغۍ، د مور او ماشوم روغتیا پالنه، د جدي مراقبت څانګه، د سترګو درملنه، د رواني ناروغیو تشخیص، اچ آي وي او د نري رنځ خدمتونه، ایکسرې، الټراسونډ، لابراتوار او د غاښونو د کتنې خدمتونه، د مصؤونیت او فزیوټرافۍ خدمتونه.

د ۲۰۲۰م کال په بهیر کې په ۲،۴۳۲ ټولګیو کې په ټولیزه توګه ۶۹،۹۶۰ زده کوونکي (۵۶٪ نجونې) د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په کلیوالي ښوونځیو کې ښوونه او روزنه ترلاسه کړې ده.

د ټولنې د قابله ګانو ښوونځی د قابله ګانو لپاره یو معیاري ښوونیز مرکز دی، چې په افغانستان کې د میندوارۍ روغتیا په خدمتونو وړاندې کولو کې ستره ونډه لوبوي. د ټولنې د قابله ګانو ښوونځی د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له خوا په ۲۰۰۴م کال کې تأسیس شوی دی چې تر دې مهال پورې یې ۱۸۲ تنه شاګردانې په بیلابیلو  ۸ دورو کې فارغې کړي دي. اوسمهال ۲۵ شاګردانې په نهمه ښوونیزه دوره کې په درس بوختې دي چې د راتلونکي ۲۰۲۲م کال په مۍ میاشت کې به فارغیږي.