Photo/Shukria Safi 

د افغانستان لپاره د سویډن کميټې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د ۲۰۱۹ کال مارچ په ۱۱مې نیټې د کابل په مرکزي دفتر کې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله. په دې ځانګړي مناسبت کې د کابل مرکزي دفتر ټولو ښځینه او نارینه کارکوونکو ګډون وکړ.

 

 

غونډه د قرآن کریم د څو آياتو په تلاوت سره پیل شوه.

د سویډن کمیټې مشر، ښاغلي سوني مانسن د خپلې وینا په ترڅ کې داسې ژمنه وکړه : د ښځو د رهبرې د مهارتونو د لوړولو لپاره به د ۲۰۱۹ کال په ترڅ کې د سویډن کمیټې له خوا د رهبرۍ د زده کړې پروګرامونه پر لاره واچول شي.

د سویډن کمیټې د پروګرامونو او نورو واحدونو مشرانو ژمنه وکړه چې د پروګرامونو د اجرا او تر ستراتیژیکې کچې پورې به جنسي برابرۍ په ساتلو کې ژمن اوسي.

ښاغلي سراج الدین جویا، د جندر او بشري حقونو د واحد مشر د خپلې وینا په ترڅ کې داسې وویل: د ښځو د نړیوالې ورځې مبارکي ویل نه یوازې یوه اصطلاح ده بلکې دا زمونږ شعار دی. مونږ هڅې کوو، خپلې سرچینې او انرژي په کار اچوو تر څو دوی د تعلیم، صحت او اقتصادي خپلواکي حقوقو او نورو آسانتیاوو ته لاسرسي ومومي او له دی طریقه  د ښځو په ژوند کې خوښي او بریاوې رامنځته شي. مونږ ډیری لاسته راوړنې لرو او دا هر څه ستاسو ټولو د اغیزناکو همکاریو پایله ده.

په سیمه ییز او ملي کچه کې د ښځو د ونډې د ارزښت د لا پیژندلو لپاره، د سویډن کميټه به د ملالۍ تر نوم لاندې هر کال هغو ښځو ته چې ستونزې یې ګاللي او د بریاوو مقام ته رسیدلي دي اوارډ ورکوي. د سویډن کمیټې مشر ښاغلي سوني مینسن، سږ کال د ملالۍ اوارډ د جوزجان ولایت د شینکوټ کلي د ټولنیزې پراختیا د شورا مشرې میرمن فرزین فهیمي ته ورکړ.

د سویډن کمیټې د اړیکو واحد هم په دې مناسبت د عکسونو نندارتون جوړ و، یاد نندارتون په افغانستان کې د ښځو او نجونو حالت او د سویډن کميټې هغه فعالیتونه چې د ښځو د پیاوړتیا په موخه تر سره شوي وو د عکسونو په وسیله نندارې ته وړاندې کړل. ددې تر څنګ د تیاتر یوه ننداره هم د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت اجرا شوی.