د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې ګوشتې ولسوالۍ کې د ۱۴ پروژو پرانېسته وکړه

د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له لورې د ۳۲ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د څوارلسو سیمه يیزو شوراګانو لپاره د ۱۴ پروژو چارې د حکومتي ادارو د مسوولینو په  حضور کې پرانېستل شوې چې کارونه به یې نږدې د شپږ میاشتو په موده کې پای ته ورسیږي.

د دې پروژو چارې چهارشنبې د چنګاښ په ۱۹ مه نېټه پیل شوې چې پکې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل، د ولایت ادارې او مالي مرستیال، امنیه او سرحدي ځواک قوماندانانو، ملي امنیت مرستیال، سکتوري ادارو رئیسانو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د پرانېستې مراسمو ته د وینا په مهال د سويډن کمېټې د فعالیتونو قدردانی وکړ او زیاته یې کړه: دا پروژې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په مالي لګښت عملي کیږي چې پکې د اوبو رسونې لمریزې شبکې، د اوبو رسونې لمریزې شبکې، فرعي سړکونه، کوڅو جوړول، پخول او یو شمېر نورې حیاتې پروژې شاملې وي چې د ولسونو په څارنه به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د جلال  اباد سیمه ییز دفتر مشر عبدالاحد سمون د پروژې د تطبیق په  برخه  کې په شفافیت ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، هڅه به وکړي چې راتلونکي کې نورو برخو کې هم د ګوشتې ولسونو ته کار  وکړي.

هغه وویل: ډېر د خوښۍ ځای دی چې نن مونږ د دې مهمو پروژو پرانېسته کوو. مونږ د ګوشتې له ټولو خلکو سره ژمنه کوو چې د دې پروژو عملي کولو په برخه کې به شفافیت ته پوره پام کوي او له تاسې هم غواړم چې د فساد مخنیوي کې زمونږ له همکارانو سره مرسته وکړئ.

د ګوشتې قومي مشرانو د افغانستان لپاره د سویډن له کمېټې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې سویډن کمېټه افغانستان کې یوازینی خیریه سازمان دی چې خپلې پروژې په پوره شفافیت عملي کوي په رښتیني ډول یې د پروژو ګټه عامه خلکو ته  رسیږي.

دا پروژې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د کلیو او پراختیا پروګرام له لورې د سیمه ییزې حکومتولۍ او کلیوالي معیشت پروګرام په چوکاټ کې د ګوشتې ولسوالۍ د څوارلسو سیمه  ییزو شوراګانو له لورې عملي کیږي.