د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې کونړ کې د پایپ سکیم د دوو پروژو پرانېسته وکړه

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د کونړ شیګل ولسوالۍ کې د پایپ سکیم د دوو پروژو پرانېسته وکړه چې ټولټال ورباندې شاوخوا درې اعشاریه دوه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.

د سویډن کمېټې د کلیو او پراختیا پروګرام د مالوماتو له مخې د یادو پروژو د بیا ځلې ترمیم کارونه د تېر ۲۰۱۹ کال د اګسټ په میاشت کې پیل شوي وو چې د ډسمبر تر وروستیو پورې یې دوام وکړ.

په همدې موخه مراسم چې د شیګل ولسوالۍ لچې کلي کې جوړ شوي وو، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د پروګرامونو مرستیال، د سویډن کمېټې د جلال اباد سیمه ییز دفتر مشر، د کلیو او پراختیا پروګرام مسوولینو، قومي مخورو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د سویډن کمېټې د پروګرامونو مرستیال سید محسن هاشمي د پروژو د پرانېستې په مهال وویل: د پایپ سکیم د دې پروژو کارونو شپږ میاشتې وخت ونیوه او ټولټال ۳،۲ میلیونه افغانۍ مصرف پرې راغی. د دې پروژو په مټ د اوبو ۷ نوې ذخیرې جوړې شوي، ۲۳ چینې او ۴۳ د اوبو نلکې جوړې شوي چې پر مټ به یې د ۱۹ کلیو نږدې ۲۷۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو زمینه برابره شي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د جلال اباد سیمه ییز دفتر مشر انجینر عبدالاحد سمون د پروژو د تطبیق په برخه کې د شیګل د ولسونو له همکارۍ مننه وکړه او ټینګار یې دا وکړ چې خلک باید د دې پروژو په ساتنه کې هم رغنده رول ولوبوي.

په ورته وخت کې د شیګل ولسونو د سویډن له کمېټې په مننې سره وویل چې وړاندې یې پاکواوبو ته لاسرسی نه درلود، ښځینه یې له زیاتو ستونزو سره مخ وې او اوبه به یې له ډېرې لرې ځایه په سرونو راوړي چې اوس د سویډن کمېټې له برکته دا ستونزه ختمه شوه.