د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې کلیوالي ښوونځیو سرښوونکي د کرونا ویروس د مخنیوي په وقایوي تدابیرو وپوهول شول
The Swedish Committee for Afghanistan’s Education programme colleagues provided awareness raising session to 11 headteachers of Community Based Education Classes (CBE) regarding prevention of Coronavirus in Mehtarlam city of Laghman province. Thus, to prevent spreading of coronavirus in rural areas of the province.
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د جلال اباد سیمه ییز دفتر له لوري د لغمان په مهترلام کې د ۱۱ ښوونځیو سرښوونکو ته د کرونا ناروغۍ د وقایوي تدابيرو په تړاو عامه پوهای ورکړل شو چې څنګه وکولای شي، د لرې پرتو سیمو ښوونځیو کې د یادې ناروغۍ له خپرېدو مخنیوی وشي.
د پوهنې وزارت د طرزالعمل په اساس د ښوونځیو هغو زده کوونکو چې په لرې پرتو سیمو کې موقیعت لري، راډیو او ټلویزیون ته پکې لاسرسی نه وي؛ اجازه ورکړې چې د ټولنیز واټن په مراعتولو سره زده کړو ته دوام ورکړي او ټولګي کې باید له ۸ زده کوونکو زیات ونه اوسي.
په همدې موخه د جلال باد سیمه ییز دفتر د ښوونې او روزنې پروګرام مسوولینو، سرښوونکو ته د لاسونو د مېنځلو، د ټولنیز واټن مراعتولو او د یادې ناروغۍ د نښو نښانو په تړاو د روغتیا نړیوال سازمان او عامې روغتیا وزارت سپارښتنې لومړی په شفاهي ډول تشریح او بیا یې په لیکلې بڼه ورکړي چې پام ورته وکړي.
د ښوونې او روزنې پروګرام مسوول محمد اکرم عبدالرحیمزی وایي: د کرونا ناروغۍ ته د ځواب ویني ډلې چې ډاکټران پکې شامل دي، د عامه پوهاوي دا پیغامونه په دې موخه جوړ کړل چې په سیمه کې د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي او څنګه وکولای شي چې په بېړنیو حالاتو کې د دغه ويروس د مخنیوي په موخه شوې سپارښتنې په ښه توګه عملي کړي.
په ورته وخت کې؛ د سویډن کمېټې د چملټيو کلیوالي ښوونځي سرښوونکي میرویس د عامه پوهاوي دا ډول پروګرامونه اغېزمن وبلل او هیله یې وښوده چې د روغتیایي سپارښتنو په مراعت سره به د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي.
هغه وویل: د عامه پوهاوي پروګرام چې دا ځل موږ پکې ګډون وکړ، د زده کوونکو د ګروپي درسونو لپاره زیات ګټور و. موږ دا زده کړل د کرونا ویرویس مخه په ورځ کې په مکرر ډول په صابون د ۲۰ ثانیو لپاره د لاسونو په مېنځلو، ټولنیز واټن په مراعاتولو او ماسک په اچولو سره نیولی شو. دا موږ لپاره نه یوازې ښوونځیو کې بلکې؛ کولای شو، کورنۍ او ټولنه کې هم خلکو ته د دغو سپارښتنو په اړه مالومات ورکړو.
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د جلال اباد سیمه ییز دفتر د کرونا د مخنیوي په موخه د ځواب وینې ډله چې د سیمه ییز دفتر د مشر په مشرۍ چې ډاکټران هم پکې شامل دي کار کوي چې وکولای شي د ټولنې په کچه د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې له خلکو سره شریکې او عامه پوهاوي کچه یې لوړه کړي.