اداره

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې مجلس په سویډن او افغانستان کې د دې کمیټې ټول مسئولیت په غاړه لري. د مجلس غړي د سویډن کمیټې په کلنۍ غونډه کې ټاکل کیږي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې عمومي منشي ښاغلې اندریاس استیفنسن د کمیټې کارونه پرمخ وړي او مجلس ته راپور ورکوي.

په سویډن کې د دې کمیټې په دفتر کې شل تنه کارکونکي د مرستو راټولولو، ارتباطاتو، د مرستو د همغږئ او اداري برخو کې کار کوي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې زیاتره کارونه په افغانستان کې پرمخ وړل کیږي، چیرته چې دا کمیټه د ۶۰۰۰ څخه زیات کارکونکي لري. په افغانستان کې د دې کمیټې مرکزي دفتر په کابل کې دی. د دې کمیټې کارونه بیا په پنځو سیمه ایز اداري دفترونو تقسیم شوي. دا دفترونه سیمه ایز کارونه پرمخ وړي.