شکمن فساد او نوري ګډوډې:

د افغانستان لپاره د سویډن کمیتې ټولي تګلاري په دغه اداره کې د هر ډول او هره کچه فساد سره په مبارزی ټینګار کوی. دا موخه په واضح ډول جوړ شوی کړنلارې او قاعدي او همدارنګه د ښه کنټرول یا څارنې او روڼتیا سره لاس ته روړل کیږي.

 

هیڅ یوه اداره د فساد او ګډوډې څخه خوندي نده. خو د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په ځانګړی توګه د فساد د خطر سره مخ ده ځکه چې افغانستان د نړۍ تر ټولو مفسدو هیوادونو په کتار کې دې. د سویډن کمیټه پدې ښه پوه ده چې فساد په دولتي او شخصی جوړښتونو کې نفوذ سره اقتصادي جرمونو سره نږدیوالې لري او زمونږ د پاموړ ډلو په ورځیني ژوند خورا آغیز لري. چې پایلي يې د بشر د حقونه په نظر کې نه نیول دي.

مرستندویان او مرستي لاسته راوړونکي دواړه او همدارنګه چارواکي په کراتو وايې چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې کارونه اغیزمن دي او دا اداره د فساد پر مخنیوي ته ځیره ده. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه دا احساسوي چې دې موضوع ته پاملرنه خورا مهمه ده او دا یواځی د کارونو کې اغیزمنتیا، د خپلو پاموړ ډلو د غښتلي دفاع او د فساد پروړاندي د زغم څخه د کار نه اخستلو سره لاسته راوړل کیږی.

 د افغانستان لپاره د سویډن کمیتې د فساد پروړاندې خپل فعالیتونو د فساد د ضد کړنلاره کې ځای په ځای کړي دي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه ټګی، فساد سره سره نور شیان هم په کړنلاره کې شامل کړي دي.

مفسد کړه وړه: د یو کس څخه د خپل ځان لپاره د خپلی چوکۍ څخه ناوړه ګټه اخستنه، د یو څه ورکړه، اخستل او یا غوښتنه کول نیغ په نیغه یا بالواسطه چې بل کس ته ګټه ورسیږي او یا په کارونو اغیز وکړی.

ټګی: یو عمل کول یا ځان د کار څخه وژغورل په داسی توګه چې د یو چا د خپلي ګټي لپاره په قصدی ډول او یا بې پرواي سره تیرایستنه وکړی او د کارونو مخ نیونه وکړي. د صندوق او یا د درايې  څخه ناوړه ګټه اخستنه، جعل کاري، غلا، د خپل صلاحیت یا چوکۍ څخه ناوړه ګټه اخستنه، د شیانو پټول او یا د مرستندیانو سره د موافقی په خلاف د صندوق یا د فنډونو استعمالول.

فشار او تحمیلول: د یو کس رتبه کمول او یا د خپل ملکیت ویجاوړول یا تهدیدول چې د خپل کړه وړه سره اړ ایستل

 په افغانستان کې د فساد سره تړلي ټول ډګرونه همدارنګه د فنډونو یا د صندوق د زیاتولو او د اداري داراي، د سویډن د شرطونو سره مربوط دي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د خپلي کړنلاري او تفتیش سره سم په افغانستان او سویډن دواړو هیوادونو کې یو سسټم لري د هغي د مخی ټول کارکونکي د شکمن فساد او بی قاعدۍ په اړه باید راپور ورکړی. د سویډن کمیټې غړي، ملګري او عام ولس پدې کې یو مهم رول لوبولې شي.

د شکمنو فساد او د نورو ګډوډیو راپور ورکونه:

د شکمن فساد راپور بیلابیلو لارو ورکړل شی

 fightcorruption@sca.org.af

ایمیل ادرس ته ایمیل ولیږۍ. دا ایمیل په انګلیسي او سویډني ژبه کي لیکلې شئ. د کابل اداري دفتر کارکونکي د اداري تعمیر کې خپل راپور د ځانګړی صندوق له لاری لیږلی شی.  

د سویډن کمیټې هغه کارکونکي چې د ساحوي او یا هم پروژوي دفترونو ته نږدي دي خپل راپور په مهرلاک پوښ کې د سویډن کمیټې د داخلي پوستي له لارې رالیږلې شی. دا خط باید د فساد د مخنیوي کمیتې په نوم وي او همدي بکسونو کې چې پورته مو یاد کړل واچول شي. راپور ورکونکې باید دې سره کافی معلومات ورکړي تر څو د راپور په ښه توګه څیړنه وشی. د فساد په اړه راپور کې د پیښي جزیات ولیکل شي. که چیرته پیښه رڼه نه وي نو د بی قاعدۍ په اړه دې ولیکل شي. وخت او تاریخ او همدارنګه د هغه کس نوم باید هم ولیکل شی چې د فساد د پیښي څخه نظارت کولای شی. که امکان ولري اسناد ورسره هم رالیږلې شئ.

د فساد په اړه راپور ثبتونکې باید په خپل راپور کې خپل نوم او د اړیکي نیوني معلومات ورکړي. د بده مرغه د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د نامعلومو شکایتونو د تحقیق په اړه وړتیاوي محدودي دي نو له دې آمله دغه ډول شکایتونو په اړه تر هغه پوري چې د خپل ځان د پټ ساتلو علت يې لیکلې نه وي هیڅ ډول قدم نه اخلي. که د فساد په اړه په ناڅرګنده توګه راپور ورکړل شوی وي نو باید د فساد او یا د ټګۍ په اړه ثبوت باید ولري. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د فساد په اړه راپور ورکونکي د هر ډول منفي پایلو څخه د خوندي ساتل تضمینوي. که د فساد په اړه راپور سره د اړیکی په اړه معلومات وي نو د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د راپور رسیدلو رسید پاڼه ولیږی.

د فساد مخنیوي کمیټه کې د سویډن کمیتې د مالي د څانګې رئیس، داخلي تفتیش او د پروګرامونو د پلي کونکی څانګې رئیسان ګډون لري. 

د فساد راپور وروسته د فساد د پیښو مدیریت:

د شکمن فساد او د ټګۍ د پیښي تثبیت وروسته د فساد د مخنیوي کمیټه د افغانستان لپاره د سویډن کمیتې مدیره هیئت د پیښي څخه خبروي.

پخپل راپور کې د فساد د مخنیوي کمیټه د فساد د پیښي په اړه معلومات، هغه څوک چې پکې ښکیل وی، د پیښی د تحقیقاتو په اړه معلومات او د هغه کس خلاف انظباطی او یا جرمی سزا سپارښتنه کوي. دې راپور سره د امکان د حده مناسب معلومات او لیکل شوي څرګندوني او نور اسناد ولیږدول شی.

  • که مناسب وی د ورک شوو مالی منابعو د راګرځولو پیشنهاد کول.
  • د افغانستان لپاره د سویډن کمیتې د کړنلارې سره سم انظباطي سزا ورکول
  • د فساد د بیا پیښیدلو مخنیوې لپاره د کړنلارو، طرزالعمل او د څار غښتلتیا
  • څرنګه د پیښی په اړه قدم واخستل شی او څه ډول کړني ترسره شي
  •  د ټګۍ او د فساد ثابت شوو پیښو کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه باید
  • د ورک شوو مالی منابعو د بیا لاسته راوړنې لپاره کار وکړی
  • په فساد کې ککړ کارکونکی ته انظباطی جزا ورکړی
  • د فساد د پیښی د بیا پیښیدلو مخنیوي لپاره داخلي څار غښتلې کړي
  • د سویډن کمیتې د رئیسانو هیئت د پیښې په اړه او د پیښې په وړاندي کړو وړو څخه خبر کړي
  • سیډا او نور مرستندویان د پیښې په اړه او د پیښې په وړاندي کړو وړو څخه خبر کړي

د فساد معلومات ورکونکي خوندیتوب:

د خطونو او یا د بریښنا لیک له لارې لیږل شوي معلومات به محرم ساتل کیږی. د فساد د مخنیوي د کمیتې د پریکړی وروسته ابتدایې معلومات به له منځه وړل کیږي.

د فساد د مخنیوي کمیټه د راپور ورکونکي کس نوم پټ ساتي او هیڅکله به يې چاته نه افشا کوي. او که اړینه وګڼل شي د فساد د پیښې د بیا تکراریدلو مخنیوي لپاره به ګامونه اخلي.

د فساد د مخنیوي کمیټه به د خپل شخصي ګټو او یا هم د غچ اخستلو لپاره د ناسم راپور ورکونکي، بل کس ته زیان رسولو او دا کمیټه تیر ایستلو یانې بې لاری کولو په ثابیتیدلو سره څه ډول چلند وشي، پیشنهاد وکړي. دا پدې خاطر چې په ناسمه توګه په فساد تورنولو مخه ونیول شي.