د شیفو بنسټ په اړه

شیفو بنسټ په سویډن کې یوه ټولنیزه پروژه ده. زمونږ لرلید هغه یوه ورځ ده چې هیڅ یو ماشوم د تداوی وړ ناروغیو اخته او یا خپل ژوند د لاسه ورکړی. د خپلو ملګرو سره په ګډه کار کولو سره مونږ په باوري، وړ او رڼا معلومات درلودلو د روغتیايې خدمتونو په وړاندې کولو کې تشي پیژنو. 

دمګړۍ شیفو د روغتیايې سسټمونو پیاوړتیا لپاره کار کوي او ماشومانو ته تداوی وړ روغتیايې خدمتونو رسولو څخه ملاتړ کوي.

مونږ د ماشومانو په ثبتولو تمرکز کوو تر څو هغوي اړین روغتیايې خدمتونه لکه واکسین، خواړه، د لویدلو څارنه او همدارنګه مور او ماشوم ته د اچ آی وي مخه ونیول شی. مونږ غواړو چې دا شونی کړو چې هر یوه ماشوم ثبت شی او د زیږیدلو، ماشومتوب او ځلمیتوب په زیانمنیدونکو وختونو کې ټول اړین روغتیايې خدمتونه ته لاسرسی ولري او ماشوم غښتلی او روغ لوي شي.

شیفو زما ماشوم سسټم جوړ کړې کوم چې د ماشومانو ثبتولو سره د تداوی وړ نارغیو لپاره روغتیايې خدمتونه رسول شوني دې او پریکړه کونکو ته باوري او مربوط معلومات ورکول کیږي. شیفو په یوګنډا کې کار کوي او اوس يې په افغانستان کې د سویډن کمیټې سره په ګډه کار پیل کړې دې.

د لازیاتو معلوماتو لپاره  https://shifo.org وګورئ.