د معلولیت لرونکو ماشومانو کورنۍ د سویډن کمېټې د ځنډ له امله اندیښمنې دي
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د فعالیتونو له ځنډېدلو څخه د مخه، په شمال ختیځو ولایتونو کې هره ورځ لسګونه سؤ شکل یعنې کږو پښو درلودونکو یا (clubfoot) او (DDH) لرونکو ماشومانو د فزیوتراپي خدمتونه تر لاسه کول. اما اوس دوی نشي کولی دغه ډول خدمات ترلاسه کړي پداسې حال کې چې دوی ورته جدي اړتیا لري.
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د فعالیتونو له ځنډېدلو څخه د مخه، په شمال ختیځو ولایتونو کې هره ورځ لسګونه سؤ شکل یعنې کږو پښو درلودونکو یا (clubfoot) او (DDH) لرونکو ماشومانو د فزیوتراپي خدمتونه تر لاسه کول. اما اوس دوی نشي کولی دغه ډول خدمات ترلاسه کړي پداسې حال کې چې دوی ورته جدي اړتیا لري.
د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ د وروک کلي اوسېدونکی غلام الدین د خپل کشر زوی نظام الدین په اړه اندېښمن دی.
هغه وایي: “زما ټول اولادونه له سؤشکل (clubfoot) پښو سره زیږیدلي دي، مګرد سویډن کمېټې د بیارغونې په مرکز کې به یې درملنه کېدله چې اوس زما اولادونه جوړ او نورمال دي. اما زه د خپل کوچني زوی لپاره د یادو خدماتو د نشتوالي له امله اندیښمن یم چې هغه هم د پښو ورته ستونزه لري. هغه د څلورو میاشتو دی. زه د هغه له زیږیدو را وروسته څلور ځله د سویډن کمېټې د معلولینو د بیارغونې مرکز ته راغلم، خو هیڅ فعالیت نه و او پرته له کومې مرستې بېرته کور ته ستون شوم.”
د نظام الدین مور فهیمه وايي، کورنۍ یې په تخار او دوو ګاونډیو ولایتونو کندز او بغلان کې بله کومه داسې اداره ونه موندله چې د هغه درملنه وکړي.
“موږ دومره پیسې نه لرو چې د خپل ماشوم درملنې لپاره له هېواده بهر سفروکړو. زه د خپل ماشوم د راتلونکي اود هغه د معلول پاته کېدو په هکله اندېښمنه یم“
نظام الدین د هغو لسګونو ماشومانو یوه بېلګه ده چې د SCA له ځنډېدو وروسته یې درملنه ودرېدله.
ډاکټرهما عظیمي، په تالقانو کې د سویډن کمېټې په سیمه ایز دفتر کې د فزیوتراپي د څانګې مسؤله، پدې مورد وایي چې د DDH او clubfoot ( سؤ شکل یعنې کږو پښو درلودونکو) ماشومانو لپاره لومړنۍ درملنه خورا اړینه ده.
“کورنۍ باید ماشومان د ماشومتوب پرمهال د فزیوتراپي مرکزونو ته واستوي” ” هغه وایي: “زه ددې وضعیت په اړه اندیښمنه یم، ځکه چې هیڅ فعال مرکزونه په سیمهکې شتون نلري چې د فزیوتراپي خدمتونه ولري. دا د هغو کورنیو لپاره لوی خطر دی چې نوي زیږیدلي ماشومان یې معلولیت لري“