دسویډن کمېټې له ملاتړ پرته، نرګس هیله له لاسه ورکړې ده
نرګس ۱۴ کلنه ده چې په اورېدو او غږېدو کې ستونزه لري. د هغې پلار، محمد حسین د پاراپلجیا په ناروغۍ اخته دی، په همدې اساس یې پښې فلج شوې دي. دوی دواړو د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې (SCA) څخه کومک ترلاسه کاوه، مګر د ۲۰۲۳ کال د جولای په میاشت کې د سویډن کمیټې د فعالیتونو له ځنډون راهیسې، دوی نوره مرسته نه ده ترلاسه کړې. دوی اوس د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.
نرګس ۱۴ کلنه ده چې په اورېدو او غږېدو کې ستونزه لري. د هغې پلار، محمد حسین د پاراپلجیا په ناروغۍ اخته دی، په همدې اساس یې پښې فلج شوې دي. دوی دواړو د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې (SCA) څخه کومک ترلاسه کاوه، مګر د ۲۰۲۳ کال د جولای په میاشت کې د سویډن کمیټې د فعالیتونو له ځنډون راهیسې، دوی نوره مرسته نه ده ترلاسه کړې. دوی اوس د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.
نرګس د اشارې ژبې په کارولو سره وایي: “زه غواړم په راتلونکي کې ډاکټره شم، مګر که سویډن کمېټه بیا ونه توانېده چې زموږ ملاتړ پیل کړي، زه به هم ونه توانېږم چې خپل خوب په رښتیا بدل کړم. هرکله چې زه د هغو ورځو په اړه فکر کوم چې زما ښوونکې به ماته درس راکاوه، دومره خپه کېږم چې زه غواړم وژاړم”
نرګس د غوږونو د کمزورتیا (ناشنوایي) له امله تر دولس کلنۍ پورې زده کړو ته لاسرسی نه درلود. بیا د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې هغې ته یوه ښوونکې ونیوله چې د نرګس کور ته ورتلله ترڅو هغې ته د اشارې ژبې لوستل، لیکل او کارول ور زده کړي.
هغه وایي” ما نشوای کولی چې له نورو خلکو سره خبرې اترې وکړم، او دې به زه ډېره خفه کولم. زه به ټول وخت په کور کې وم او د خفګان احساس به مې کاوه. مګر بیا زما ښوونکې ماته د اشارې ژبه را زده کړه”
محمد حسین په روښانه توګه لیدلی شي چې کورني ښوونځي څنګه دده د لور ژوند بدل کړ.
هغه وايي: “موږ د نرګس په سترګو کې د خوښۍ یو څرک لیدلی شو.”
دغه کورنۍ د بلخ ولایت د چهارکېنټ ولسوالۍ په یوه کلېواله سیمه کې چې دکار موندلومحدود فرصتونه پکې دي، ژوند کوي. سویډن کمېټې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره حرفوي زده کړې چمتو کولې، ترڅو دوی سره مرسته وکړي چې ثابت عاید ولري او له مالي پلوه په ځان بسیا شي. محمد حسین هم یو د خیاطۍ د مسلک له زده کوونکو څخه ؤ.
محمدحسین وایي: “سویډن کمېټه زما یوازینۍ هیله وه چې خیاطۍ پکې زده کړم ترڅو زما د کورنۍ د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره خپل دوکان ولرم.”
هغه وایي: “موږ د افغانستان له اسلامي امارت څخه په درنښت غوښتنه کوو چې سویډن کمېټې ته اجازه ورکړي ترڅو خپل فعالیتونه بیا پیل کړي. په دې توګه به، زه وکولی شم بیرته د خیاطۍ زده کړو ته لاړ شم او نرګس به وکولی شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. ډیری معلولیت لرونکي وګړي شتون لري چې سمدستي مرستو ته اړتیا لري چې پخوا به ددې کمېټې لخوا ورسره کېدلې”
هر کال په شمالي ولایتونو کې د ماشومانو په ګډون په زرګونو خلګو د سویډن کمیټې له خدمتونو څخه ګټه پورته کوله. سویډن کمېټې د معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره د زده کړو په مرکزونو کې یا د دوی په کورونو کې د چمتووالي زده کړې ورکولې. موخه یې دا وه چې دوی په عادي ښوونځیو کې د شمولیت لپاره چمتو کړي.
په ۲۰۲۲ کال کې، د ۵۰۰ نجونو په ګډون شاوخوا ۱۲۰۰ ماشومانو د سویډن کمېټې په مرسته ځانګړې زده کړې تر لاسه کړې. په ۲۰۲۳ کې د یادې کمېټې د فعالیتونو د ځنډېدلو له امله، په زرګونو زیان منونکي ماشومان له یادو مرستو څخه محروم پاتې شول.
د افغانستان اسلامي امارت په سویډن کې د قران کریم د نسخو له سوځېدلو وروسته په افغانستان کې د سویډن هېواد اړوند ټولو فعالیتونو د ځنډولو امر وکړ. سویډن کمېټه یوه خپلواکه اداره ده چې د سویډن له حکومت سره هیڅ راز تړاو نلري او د قران کریم سوځېدنه یې په کلکه غندلې او له دې کړنو څخه فاصله اخلي.
سویډن کمېټې د دغه فرمان له مخې خپل ټول فعالیتونه وځنډول.