“سویډن کمېټې زموږ کورنۍ له تیارو وژغورله”
د صالح محمد کورنۍ چې نږدې ټول غړي یې نابینایان دي.
“سویډن کمېټې زموږ کورنۍ له تیارو وژغورله”
وزیر محمد دلسوز او د هغه د کورنۍ نور شپږ تنه د لیدلو له نعمت څخه محروم (نابینا) دي. دوی د سویډن کمیټې څخه کومک ترلاسه کاوه، مګر وروسته له هغه چې ددې ادارې فعالیتونه وځنډول شول، د دوی راتلونکی ناڅرګند دی.
وروڼو او خویندو یې د سویډن کمېټې په مرسته د بریل په وسیله لیک او لوست زده کړل. وزیر محمد دلسوز چې د قران کریم حافظ هم دی، له ۲۰۰۷ کال راهیسې له سویډن کمیټې سره په کار بوخت ؤ او په عاید سره یې توانېده چې د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي.
ښاغلی وزیر محمد دلسوز وایي ” ۱۷ کاله مې له سویډن کمېټې سره د بریل د روزونکي په توګه کار وکړ او هڅه مې کوله چې د ښوونځيو ښوونکو ته بریل لیکل (نابینایانو مخصوص خط) ور زده کړم ترڅو زما په څېر نابینا ماشومانو ته په آسانۍ سره تدریس وکړي. سویډن کمېټې زموږ کورنۍ له تیارو وژغورله، ماته یې د کار او زما خویندو او وروڼو ته یې د زده کړو زمینه مساعده کړه”
هغه اوس خپل راتلونکي ته خورا زیات اندېښمن دی، په افغانستان کې بېکاري ډېره شوې او د هغه په وینا؛ د ده په څېر معلولينو ته څوک کار په اسانۍ سره نه ورکوي.
هغه وایي“ زه د افغانستان له اسلامي امارت څخه هیله لرم چې سویډن کمېټې ته د فعالیت اجازه ورکړي ترڅو معلولین ددې کمېټې له خدماتو بې برخې نشي او د سویډن کمېټې له ډونرانو څخه هم غواړم چې د معلولینو لاسنیوی وکړي“
د معلولیت لرونکو وګړو د بیارغونې او مرستې لپاره د سویډن کمېټې دغه پروګرام د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې فعالیت درلود. یواځې په ۲۰۲۳ کال کي یې شاوخوا ۴۲،۰۰۰ معلولیت لرونکو وګړو سره مرسته تر سره کړې.
د تېر کال په جولای میاشت کې په سویډن کې د قرآن کریم د نسخو له سوځېدو وروسته؛ چې د سویډن کمېټې سره یې هیڅ راز تړاو نه درلود، د افغانستان اسلامي امارت د سویډن کمېټې ټول فعالیتونه ودرول. له هغه وخت راهیسې ددغې کمېټې ټول فعالیتونه ځنډول شويدي.