SCA په افغانستان کې خپل ټول فعالیتونه وځنډول
SCA په افغانستان کې خپل ټول فعالیتونه وځنډول. دا د افغانستان د اسلامي امارت د هغه فرمان له مخې کیږي چې په سویډن کې د قران کریم د نسخو له سوځېدلو وروسته؛ دوی د سویډن هیواد د ټولو فعالیتونو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې یا (SCA) په افغانستان کې خپل ټول فعالیتونه وځنډول. د معلولیت لرونکو وګړو ملاتړ او د کلیو پراختیا د پروګرامونو فعالیتونه لا د مخه ځنډول شوی دي. موږ د خپلو روغتیايي (صحي) فعالیتونو د سپارلو په بهیر کې یو چې نورو ادارو ته یې وسپارو. د پوهنې په برخه کې، زموږ فعالیتونه د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې د سیستم د ملي کولو د پروسې د یوې برخې په توګه د پوهنې ولایتي چارواکو ته د سپارلو په حال کې دي.
دا د افغانستان د اسلامي امارت د هغه فرمان له مخې کیږي چې په سویډن کې د قران کریم د نسخو له سوځېدلو وروسته؛ دوی د سویډن هیواد د ټولو فعالیتونو د ځنډولو غوښتنه کړې وه. موږ دا ډول کړنې ( د قرآن کریم سوځېدنه) په کلکه غندو او د دا ډول کړنو څخه فاصله نیسو. د قران کریم سپکاوی د نړۍ ټولو مسلمانانو ته، څوک چې دا سپېڅلی کتاب په خپلو زړونو کې ساتي؛ سپکاوی دی او دا په اسلامي عقیده یو ښکاره برید دی.
د سویډن کمېټه د سویډن دولت سره هیڅ اړیکه نلري
زموږ د نوم له امله، موږ په غلطۍ سره د سویډن هیواد استازي ګڼل شوي یو. SCA یوه بې طرفه اداره ده چې د سویډن دولت یا کوم بل دولت سره هیڅ اړیکه نلري. موږ د ډېرو تمویل کوونکو (ډونرانو) څخه مالي ملاتړ ترلاسه کوو.
موږ د اوسني وضعیت له امله خورا زیات خواشینی یو او زموږ د فعالیتونو ځنډول به په هغو ملیونونو خلګو باندې اغیزه وکړي چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې زموږ له خدمتونو څخه ګټه ترلاسه کړې ده.
موږهمدارنګه په ۱۶ ولایتونو کې د خپلو شاوخوا ۷۰۰۰ افغان کارکوونکو د راتلونکي په اړه هم سخت اندېښمن یو. ډیری یې د خپلو کورنیو یوازیني روزي ګټونکي دي او که دوی خپلې دندې له لاسه ورکړي، په زرګونو کورنۍ به زیانمنې شي.
د SCA په ځنډولو سره په میلیونونو خلګ اغېزمن کیږي
په ۲۰۲۳ کال کې د SCA د فعالیتونو بیلګې:
- ۲.۵میلیونه ناروغانو زموږ کلینیکونو او روغتونونو ته مراجعه کړې
- ۴۳۰۰۰ په شدیده خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه شوې
- ۱۸۰۰۰معلولیت لرونکو وګړو د مصنوعی غړو په شمول حرکي او حمایتي وسایل ترلاسه کړي.
- ۲۰۵۰۰ کسانو د فزیوتراپي خدمتونه ترلاسه کړي
- ۶۰۰۰ معلولولیت لرونکو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوې.
- په کلیوالي ښوونځیو کې ۱۲۳۰۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوې
- ۰۰۰ ۶۴ خلکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی
- ۰۰۰ ۱۱ تنو د سپما په ګروپونو کې د خپلو عایدو د زیاتوالي لپاره ګډون کړی
SCA په ۱۹۸۰ کال کې د پیوستون غورځنګ په بڼه؛ د شوروي اتحاد د ظالمانه یرغل پر وړاندې د غبرګون په توګه او د افغانستان د خپلواکۍ د حق څخه د ملاتړ لپاره تاسیس شوه، SCA د ټولو سیاسي شریکانو او دولتونو په اړه خپلواکه او بې طرفه ده. له څلوېښتو کلونو راهیسې، SCA په افغانستان کې د ځایي خلکو سره په نږدې همکارۍ؛ اسلام مقدس دین او سیمه ایزو دودونو دواړو ته په پوره درناوي سره کار کوي.
موږ د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن یو او په افغانستان کې د ډېرو زیان منونکو وګړو لکه: ښځو، ماشومانو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ د لارو چارو موندلو او دوام لپاره به پوره هڅه وکړو. موږ د افغانستان اسلامي امارت سره د خبرو اترو په لټه کې یو ترڅو اوسني وضعیت ته د حل لاره ومومو او ډاډ ترلاسه کړو چې زموږ د نښه شویو ډلو ( معلولیت لرونکو وګړو، ښځو او ماشومانو) اړتیاوې پوره کیږي.