د افغانستان لپاره دسویډن کمېټه دافغانستان اسلامي امارت له دستور سره سم خپل ځینې فعالیتونه موقتاً دروي.
د جولای په ۱۱مه، د افغانستان اسلامي امارت چارواکو «په افغانستان کې د سویډن د ټولو فعالیتونو د ځنډولو» په هکله فرمان صادر کړ، چې په پایله کي یې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ځیني فعالیتونه موقتاً درول شوي دي.
دافغانستان لپاره دسویډن کمېټه د افغانانو د ملاتړ په برخه کې په خپلې کړې ژمنه کلکه ولاړه ده او د فعالیتونو د ژر تر ژره، بیا پیلولو لپاره به د لازمو منظوریو د ترلاسه کولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړي. موږ په سیمه ایزه او ملي کچه د چارواکو سره د ښکېلتیا او خبرو اترو په لټه کې یو تر څو مخ پر وړاندې لاره ومومو. په ورته وخت کې، د دفتر کارمندانو څخه غوښتنه شوېده چې له کور څخه کار وکړي.
تېر کال په وردګو او نورستان ولایتونو کې؛ دوه اعشاریه پنځه (۲.۵) میلیونه ناروغانو زموږ له کلینیکونو څخه لیدنه او خدمات تر لاسه کړيدي. زموږ په ښوونځیو کې یو لک درې دېرش زره ( ۱۳۳.۰۰۰) ماشومانو زده کړې ترلاسه کړې او له شل زره (۲۰.۰۰۰) څخه زیاتو معلولینو سره مرسته شوې. سویډن کمېټې په ۱۸ ولایتونو کې له اته زره (۸.۰۰۰) څخه زیات افغانان په کار ګمارلي دي.
دافغانستان لپاره دسویډن کمېټه یو غیر دولتي اداره ده چې په ۱۹۸۰ میلادي کال کې د پیوستون غورځنګ په توګه، د خلکو لخوا د خلکو لپاره، د افغانانو د خپلواکۍ د حق څخه د ملاتړ لپاره، رامینځته شوې. دافغانستان لپاره د سویډن کمېټه د سویډن هېواد دولت پورې اړوند اداره نه ده. دافغانستان لپاره دسویډن کمېټه یوه خپلواکه او بې طرفه اداره ده چې هیڅ کومې سیاسي ډلې یا هم دولت پورې اړه نلري او دبېلا بېلو تمویلوونکو لخوا مالي مرستې تر لاسه کوي. د افغانستان لپاره دسویډن کمېټه له څلویښتو کلونو راپدیخوا په افغانستان کې د کليو د خلکو سره په نږدې همکارۍ او د اسلام د مبارک دین او سیمه ایزو دودونو ته په ژور درناوي سره کار کوي.
د افغانستان لپاره د ســویډن کمیټه د قرآن کریم ته د سپکاوي هر ډول عمل په کلکه غندي، لکه څرنګه چې د مذهبي عقیدې، توکم، قومیت یا د بل هر ډول ویش پر بنسټ د خلکو ترمنځ د شخړې یا دښمنۍ د رامنځته کولو هر ډول هڅه غندي.