د افغانستان د فعلي ادارې لخوا د سویډن هېواد د فعالیتونو د ځنډولو په اړه بیانیه
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د افغانستان د اوسنۍ ادارې د چارواکو سره د خبرو اترو په لټه کې ده ترڅو روښانه کړي چې آیا د جولای ۱۱مه پرېکړه چې له مخې یې د سویډن هېواد ټول فعالیتونه ځنډېږي، زموږ پر سازمان اغېزه وکړي او که نه.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه یو غیر دولتي سازمان دی چې په کال ۱۹۸۰ کې د پیوستون غورځنګ په توګه، د خلکو لخوا د خلکو لپاره د افغانانو د خپلواکۍ د حق څخه د ملاتړ په موخه رامنځته شوی. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د سویډن هېواد دولت پورې اړوند اداره نده. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه یوه خپلواکه او بې طرفه اداره ده چې هېڅ کومې سیاسي ډلې یا هم دولت پورې اړه نلري او د بېلابېلو تمویل کونکو لخوا مالي مرستې ترلاسه کوي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه له څلوېښتو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې د کلیو د خلکو سره په نږدې همکارۍ او د اسلام
مبارک دین او سیمه ییزو دودونو ته په ژور درناوي سره کار کوي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه قران کریم ته د سپکاوي هر ډول عمل په
کلکه غندي، لکه څنګه چې د مذهبي عقیدې، توکم، قومیت یا د بل هر ډول ویش پربنسټ د خلکو ترمنځ د شخړې یا دښمنۍ د رامنځته کولو هر ډول هڅه غندي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې یوازې تیر کال ۲.۵ میلیونه ناروغانو ته د وردګو او نورستان ولایتونو په کلینیکونو کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي، څه باندې ۱۳۳.۰۰۰ ماشومانو ته زموږ په ښوونځیو کې د زده کړو آسانتیا برابره شوې او له ۲۰.۰۰۰ څخه زیاتو معلولیت لرونکو وګړو سره مرسته شوې. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې شاوخوا ۸۰۰۰ افغان کارکونکي لري او موږ د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن پاتې کیږو.