سویډن کمیټه په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو پرله پسې تړل کېدل غندي
په افغانستان کې د دویم ښوونیز کال لپاره منځني ښوونځي د نجونو له شتون پرته پرانیستل شول.
په افغانستان کې حاکمو چارواکو اعلان کړی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي به تر بلې خبرتیا پورې تړلي وي.
د ښوونځیو تړل غیرعادلانه او د نجونو او ښځو پر بنسټیزو حقونو برید دی. د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه (SCA) پر حاکمو چارواکو غږ کوي چې سمدلاسه په ټولو درجو کې د نجونو او هلکانو، ښځو او نارینوو لپاره د زده کړو مرکزونه بېرته پرانیزي او د افغانستان د پرمختګ د یوې اړینې برخې په توګه؛ د پوهنې په برخه کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي.
له زده کړو څخه د نجونو منع کول د مذهب یا دود په ګډون په هېڅ دلیل توجیه نلري.
ښوونه او روزنه د افرادو او ټولنو د پیاوړتیا لپاره یوه اړینه وسیله ده. له زده کړې پرته، نجونې ډېر احتمال لري چې په کم عمر کې واده وکړي او د کورني تاوتریخوالي، بې وزلۍ او روغتیا ستونزو سره مخ شي.
سویډن کمېټه له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې د افغانستان په کلیوالو سیمو کې نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده. موږ په لومړي سر کې هغه مثبتې اغیزې لیدلې دي؛ چې ښوونه او روزنه یې په ټولنو کې لري.
ښوونه او روزنه د پرمختګ او د بې وزلۍ د دوران د ماتولو لپاره اساسي جز دی. ښوونې او روزنې ته د نفوسو د نیمايي وګړو؛ د لاسرسي څخه انکار به، د هېواد د پرمختګ په وړاندې جدي خنډ شي.
د ښوونځیو تړل به د روغتیایي پاملرنې سکټوراو د مېرمنو روغتیا باندې جدي اغیزې ولري. افغانستان لا د مخه دا ډول ښځینه روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخ دی، او د نجونو لپاره د ښوونځیو تړل به دا ستونزه نوره هم شدیده کړي او د میلیونونو ښځو ژوند به له خطر سره مخامخ کړي. د میندو او ماشومانو د مړینې کچه به لوړه شي.
په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. دا واقعیت چې په ملیونونو انجونې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې شاملې وې د جنسیتي برابری او د هیواد د پرمختګ نښه وه. دا لاسته راوړنې اوس د ورکېدو له خطر سره مخ دي. د اووم څخه تر دولسم ټولګي نجونې د ۱۸ میاشتو لپاره له ښوونځي څخه بهر ساتل شوې دي او پوهنتونونه او نورې لوړې زده کړې د ډسمبر له میاشتې راهیسې د ښځو لپاره تړل شوې دي. په سلګونو زره ځوانې مېرمنې چې د زده کړو په وروستیو پړاوونو کې؛ چې د کاري ځواک سره د یوځای کېدو او د خپل هېواد په پرمختګ کې د ونډې اخیستو لپاره چمتو شوې وې، له خپلو خوبونو سره کور ته لېږل شوې دي.
هره ورځ چې نجونې له ښوونځي څخه بهر دي، یوه ضایع ورځ ده. موږ له حاکمو چارواکو څخه غواړو چې دا جدي پایلې په پام کې ونیسي او عاجل اقدام وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې نجونې پرته له ځنډه کولی شي ښوونځي ته لاړې شي.