په افغانستان کې د غیردولتي موسسو د ښځینه کارکوونکو د بندیز د پریکړې په اړه اعلامیه
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه (SCA) د هېواد د اوسنی حکومت چارواکو (DFA) د وروستي اعلان چې ښځې به نور په افغانستان کې له ملي او نړیوالو غیر دولتي موسسو (NGOs) سره د کار کولو اجازه نلري، په اړه ژوره اندیښنه لري.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه له نورو غیردولتي موسسو سره په ګډه هڅه کوي چې د دغه بندیز د پلي کیدو څرنګوالی وټاکي او پایلې یې و ارزوي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د دې پریکړې مخالفه ده او له اوسني حکومته غواړي چې دا پرېکړه لغوه کړي.
که چیرې دا پریکړه عملي شي، د هغې بدبختانه پایلې به په میلیونونو اړو افغانانو باندې ناوړه اغیزه وکړي چې د سویډن کمیټې او نورو ملي او نړیوالو غیر دولتي موسسو له لارې روغتیایی خدمتونه، تعلیمي خدمتونه، بشري او معیشتي مرستې ترلاسه کوي. په زرګونو کورنۍ چې نن ورځ د یواځینۍ ډوډۍ ګټونکي په توګه په ښځو تکیه کوي د یواځیني هغه عاید څخه به بې برخې شي چې دوی یې اوسمهال لري.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۲,۸۰۰ ښځینه کارکوونکو ته اړتیا لري. که چیرې ښځینه کارکونکي نور د کار کولو توان ونلري د څه خطر سره به مخ شي، ځینې مثالونه:
- په دوو ولایتونو کې روغتیایی پاملرنه چې شاوخوا ۱ ملیون نفوس لري،
- (په ۲۰۲۱م کې په ټولیزه توګه) له شاوخوا ۱۸,۰۰۰ ماشومانو په زیږون کې مرسته شوې
- (د ۲۰۲۱م کال په بهیر کې په ټولیزه توګه) د ۱۰۴,۱۰۰ هلکانو او نجونو لپاره زده کړه د زده کړو زمینه برابره شوې ده،
- (د ۲۰۲۱م کال په بهیر کې په ټولیزه توګه) د ۲۲,۰۰۰ څخه زیاتو ناروغانو لپاره فزیوتراپي خدمتونه وړاندې شو يدي.
- (د ۲۰۲۱م کال په بهیر کې په ټولیزه توګه) د ۲۱,۰۰۰ څخه زیاتو ماشومانو واکسین ترسره شوي دي.
دا او نور حیاتي خدمتونه په غیردولتي موسسو کې له ښځینه کارمندانو پرته نشي وړاندې کیدلی.
له همدې امله د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه له اوسني حکومت څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان د نفوسو تر ټولو زیان منونکو ډلو باندې د وروستي اعلان اغیزې او په لنډ او اوږد مهال کې د هغې ناوړه پایلو ته پام وکړي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې عمومي منشي اندریاس سټیفنسن پیغام
نېټه: 26-12-2022