د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د دوو رغنیزو پروژو پرانیسته وکړه
د سویډن کمېټې د جلال اباد سیمه ییز اداري دفتر د ابادۍ پروژې تر چتر لاندې د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو رسونې او د طبیعي پېښو پر وړاندې د خطر راټيټولو پروژو پرانیسته وکړه.
د پاکو اوبو رسونې پروژه به د سپین غر ولسوالۍ په اسد خېلو کلي کې شاوخوا ۷۰۰۰ کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د پاکو اوبو څښلو زمینه برابره کړي او د طبیعي پېښو پر وړاندې د خطر راټیټولو پروژه به هغه اوو ولسوالیو سړک سره ونښلوي چې د وروستیو سیلابونو له امله ویجاړ شوی و.
په ختیځ کې د سويډن کمېټې د ابادي پروژې ساختماني چارو مشر وویل “ دا پروژې د ملګرو ملتونو پراختیایي اداري له لوري تمویلیږي او سویډن کمېټه یې عملي کوي. دا پروژې به د سپين غر ولسوالۍ اړوند سیمو کې شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي. موږ هیله لرو چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به دغه پروژې بشپړې شي.»”
په ورته وخت کې، د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکي د دغو پروژو له پیله خوښ دي او په لیرې پرتو سیمو کې یې د سویډن کمېټې له معیاري خدمتونو ستاینه وکړه.
قومي مشر ملک سیال مامور وایي “ د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د فعالتیونو تطبیق معیاري او بې ساری دی. سویډن کمېټې دلته د ښوونځیو ودانۍ رغولي او د پاکو اوبو څښلو زمینه برابره کړې ده . موږ به د دوی ملاتړ او خدمتونه هیڅکله هېر نه کړو”
آبادي یوه نوې پروژه ده چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې لخوا پلې کیږي او د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) لخوا تمویلیږي. ددې پروګرام موخه د کلي په کچه د بیړنیو فعالیتونو پلان او پایداره اقتصادي پراختیا ده.