د سویډن کمیټه د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د قابله ګی رونیز مرکزونه جوړ کړل
د ۲۰۲۱ په اګست کې د رژیم بدلون ډیری ننګونې او محدودیتونه، په ځانګړي توګه د روغتیا پاملرنې سکتور کې راوړي دي. له ټولو شتون ننګونو سره د سویډن کمیټه په افغانستان کې خپلو روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکوي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په پروان، نورستان، سمنګان او پنجشیر ولایتونو کې د قابله ګۍ روزنیز مرکز جوړ کړی دی. د قابله ګۍ ښوونیز مرکز (CME) لپاره د زده کوونکو د شمولیت ازموینه په پروان او پنجشیر ولایتونو کې د سویډن کمیټې د تخنیکي او مدیریتي ټیم لخوا واخیستل شوه.
د دې پروسې په ترڅ کې د پروان ولایت له شپږو لرې پرتو ولسوالیو څخه له ۱۲۰ تنو محصلینو څخه ۲۰ تنه محصلین او د پنجشیر ولایت د بیلابیلو ولسوالیو څخه له ۳۰ تنه نورو محصلینو څخه ۵ تنه محصلین د قابله ګۍ انستیتیوت مرکز ته ومنل شول. فارغې شوې قابلې بیا په خپلو کلیو او ښارونو کې د اړمنو خلکو د خدمت لپاره ګمارل کیږي.
د سمنګان د قابله ګۍ روزنیز مرکز اوس د زده کړو په دوهم کال یا څلورم سمستر کې دی، چې د بېلابېلو سیمو لکه دره صوف بالا، دره صوف پایان، خرم، سارباغ او حضرت سلطان ۲۱ تنه زده کوونکي پکې د قابله ګۍ په زده کړو بوخت دي.
د نورستان د قابله ګۍ روزنیز مرکز کې د دې ولایت له بېلابېلو سیمو ۱۶ تنه زده کوونکي شامل دي چې څلورم سمستر ته یې پرمختګ کړی دی. په دغه ښوونیز مرکز کې پر روغتیايي کورسونو سربېره زده کوونکو ته د انګلیسي ژبې او کمپیوټر تدریس هم کېږي. پر دې سربېره په دغه ښوونیز مرکز کې یو وړکتون هم شته، چې اوسمهال پکې ۱۵ ماشومان تر روزنې لاندې دي.
په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې شاوخوا ۱.۷۷ میلیونه ناروغان ثبت کړل، چې له دې جملې څخه ۹۷۳۰۰۰ ښځې وې، ۲۵ قابلې او ۲۴ نرسانو مسلکي زده کړې ترلاسه کړې او د ماشومانو او میندو لپاره دوه روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په نورستان ولایت کې چې د روغتیایی خدمتونو له پلوه د افغانستان یو له بې وزلو او زیان منونکو ولایتونو څخه دی، د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.