په میدان وردګ ولایت کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې فعالیتونه تر لنډمهالي ځنډ وروسته پیل شوي دي
په میدان وردګ ولایت کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې فعالیتونه د کلیوالي پراختیا، ښوونې او روزنې او روغتیا په برخو کې تر لنډمهالي ځنډ وروسته پیل شوي دي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د وردګ سیمه ایز اداري دفتر مشر ښاغلي شفیع الله شریفي په میدان ښار کې د حضرت عمر فاروق (رض) د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې له نږدې وکتلې او ویې وویل: “الحمدلله زموږ زیاتره فعالیتونه تر لنډمهالي ځنډ وروسته پیل شوي دي. زموږ د روغتیا برخې کارونه لا هم په سیمه کې روان دي، هیله مند یو چې د نوي تړون لاسلیکولو ستونزه به یې هواره شي او ټول کارکوونکي به په نورمال ډول خپلې دندې پیل کړي.
دغه راز زموږ د ښوونې او روزنې ټول صنفونه (د نجونو او هلکانو) له سره پیل شوي دي، او تقریباً د ۱۷۰۰۰ څخه زیات شمیر ماشومان د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په کلیوالي ښوونځیو کې درسونه وايي.
دغه راز زموږ د کلیوالي پراختیا پروګرام هم خپل فعالیت پیل کړی دی، په دغه پروګرام کې زموږ ځینې پروژې لکه د اوبو رسولو پروژې د ځینو ضروري موادو د نشتون له امله ځنډیدلي دي، چې څنګه بانکونه فعالیت پیل کړي، نو ددغو پروژو چارې به هم پیل شي.”
ښاغلي شریفي په خپلو خبرو کې د پروژې د پلي کوونکي شرکت څخه مننه وکړه چې د عمر فاروق ښوونځي د ودانۍ کار یې نه دی ځنډولی.
د دغې پروژې د پلي کوونکي شرکت ساحوي مسؤول ښاغلي انجنیر برکت الله وايي: “ددې لپاره چې دغه پروژه نوره ونه ځنډیږي (ځکه نوموړې پروژه د کال له پیله د امنیتي ستونزو له امله ځنډیدلې وه) د شرکت مسؤولینو فیصله وکړه چې باید د ښوونځي د ودانۍ جوړولو کارونه ونه دروو تر څو ټولنې ته مو خیر او برکت رسیدلی وي. موږ له سویډن کمیټې هم مننه کوو چې له موږ سره یې همکاري کړې ده او په سویډن کمیټه بشپړ باور او اعتماد لرو چې په مناسب فرصت د بانکونو د ستونزې تر هواریدو وروسته به زموږ مالي لاسنیوی کوي.”
د یادونې وړ ده چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په میدان وردګ او بامیان ولایتونو کې د ښوونې او روزنې، روغتیا او کلیوالي پراختیا پروګرامونه پلي کوي. چې یوازې د ښوونې او روزنې په برخه کې ۱۷۰۱۷ تنو شاګردانو ته چې ۱۲۵۵۶ یې نجونې دي، د درس زمینه برابره کړې ده. دغه راز ۶۸۴ تنه ښوونکي چې ۱۶۸ تنه یې ښځینه دي، په ۳۳۷ کلیو کې ۶۲۸ کلیوالي ټولګیو ته د تدریس لپاره په دندو ګومارلي دي.