غمی، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له روغتیايي فعالیتونو خوشاله دی
غمی، چې ۷۲ کلونه عمر لري، د جلګې ولسوالۍ د ترناوې کلي اوسیدونکی دی. نوموړی په ټولیزه توګه د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د کارکوونکو له ښې رویې او په دغه لرې پرته سیمه کې د تنګي سیدان د بشپړ روغتیايي مرکز له لارې د باکیفیته روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو ډیر خوښ دی.
نوموړی وايي: “زما میرمن ته څو کاله مخکې یو تکلیف پیدا شو، پښه به یې تڼاکې شوه او ډیره به ځنې کړیده. موږ خپل ناروغ کابل کې هم په ډیرو روغتونونو وګرځولو، خو چې کله بیرته کورته راغلو، د ناروغ له دوا ختمیدو سره به یې تکلیف نور هم زیات شو، بالاخره مو پریکړه وکړه چې خپل ناروغ دلته راولو، دلته مو د ناروغ د بستر کیدو لس ورځې وشوې، ښايي سبا ته رخصت شو، ځکه اوس یې صحت ښه دی. په هر صورت زه د دغه کلینک د ډاکټرانو له ډیرې ښې رویې او ښه خدمت څخه راضي او خوشاله یم”.
ښاغلی غمی زیاتوی چې په دغه لرې پرته سیمه کې د دا ډول با کیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کول ستر غنیمت دی، ځکه دلته په سلګونو خلک د ورځې مراجعه کوي او روغتیايي ستونزې یې حل کیږي. نوموړی وايي: “له دې ځایه د چک ولسوالۍ تر شیرخانې روغتون پورې تقریباً څلور پنځه ساعته ستړې لاره ده، که یوې میندوارې مور د ماشوم زیږیدلو وخت راشي، نو په دومره لرې فاصله کې هم ماشوم او هم مور کیدلی شي له منځه لاړ شي. دغه کلنیک په رښتیا ددغو بې وزله خلکو له پاره ستر غنیمت دی، ځکه موږ که یو ناروغ د درملنې لپاره کابل ته بیایو، کم تر کمه پنځوس زره افغانۍ لګښت ورباندې راځي، نو د بې وزلۍ او بېکارۍ او جنګونو په دغه ناوړه حالت کې هم د جلګې او هم د چک ولسوالۍ د ډیرو کلیو او بانډو خلک دغه روغتیايي مرکز ته مراجعه کوي.”
د یادونې وړ ده چې د تنګي سیدان بشپړ روغتیايي مرکز له ۲۰۰۴م کال را پدې خوا د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له خوا تمویلیږي. د دغه روغتون د ټولو کارمندانو شمیر ۲۶ تنه دی، چې ۵ تنه یې ښځې او پاتې ۲۱ تنه یې نرینه دي. دغه روغتون د ۱۰ ناروغانو بستر لري، چې ترتیب سره یې پنځه بسترونه د ښځینه ناروغانو او پنځه د نارینه ناروغانو لپاره دي. د تیر ۲۰۲۰م کال په بهیر کې ۴۴،۱۸۳ تنه سراپا ناروغانو دغه روغتیايي مرکز ته د درملنې لپاره مراجعه کړې ده چې د میاشتې په اوسط ۳،۶۸۲ تنه ناروغان هره میاشت کتل شوي دي.
د تنګي سیدان بشپړ روغتیايي مرکز دغه لاندې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي: له زیږون څخه مخکې د میندو خدمتونه، د زیږون پرمهال خدمتونه او له زیږون څخه وروسته د څلویښتو ورځو خدمتونه، د ناروغانو بستر، د لابراتوار خدمتونه او د تازه وینې انتقال، عمومي جراحي، د کورني تنظیم خدمتونه، د توبرکلوز ناروغۍ د مخنیوي خدمتونه، د سؤتغذي ماشومانو د تغذیی او میکروترینت د توزیع خدمتونه، واکسین، د رواني ناروغیو درملنه، فزیوتراپی او د معلولیت په هکله عامه پوهاوی، د امبولانس خدمتونه، د ټولو معمول سراپا او بستر ناروغانو تشخیص او درملنه او د ایکسرې اخیستل.