ملینا رمبه د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د نوې مشرې په توګه وټاکل شوه
آغلې ملینا رمبه د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د نوې مشرې په توګه پر دنده وګمارل شوه. نوموړې به په کابل کې دافغانستان لپاره د سویډن کمېټې په مرکزي دفتر کې میشته وي او په ۱۴ ولایتونو کې به د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې فعالیتونه اداره کوي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه یوه پرمختیایي اداره ده چې ۵،۱۰۰ تنه کارکوونکي لري چې د روغتیا، ښوونې او روزني او کلیو پراختیا برخو کې ځايي ټولنو ته خدمات وړاندي کوي.
آغلې ملینا وايي، “د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه له ۳۵ کلونو راهیسې په افغانستان کې د بیوزلۍ د کچې د راټیټولو، د خلکو او افرادو د پیاوړتیا د لوړولو په موخه کار کوي. زه ویاړم چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې غړیتوب مې ترلاسه کړ او د افغانستان په پرمختګ او هوساینه کې به خپله ونډه ادا کوم.”
ملینا رمبه په دي وروستیو کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د سویډن هېواد د سره صلیب د ټولنې د سیمه ایزي مشري په توګه له یو څلور کلن ماموریت څخه؛ چیرته يي چي د ظرفیت لوړونې او بیړنیو پیښو ته د ځواب ویلو د پروګرامونو د جوړولو مشري پر غاړه درلوده راستنه شویده. نوموړې مخکې له دې په افغانستان کې د اوروپايي ټولنې د پولیسو د سازمان د ستراتیژیکو پلانونو د تحلیل او راپور ورکونې د برخي د مشري په توګه دنده تر سره کړیده.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیته په هېواد کې پنځه سیمه ایز دفترونه لري، چې ۱۴ ولایتونه او په لویه کچه پرمختیايي کارونه تر خپل پوښښ لاندې لري. ماشومان، ښځې او معلولیت لرونکي کسان په ځانګړي ډول هغوی چې په لرې پرتو سیمو کې هستوګن دي د افغانستان لپاره د سویډن کمېټي د موخي وړ ګروپونه دي.
د افغانستان لپاره دسویډن کمیټه هر کال څه د پاسه دوه میلیونو افغانانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي او د دوه روغتونونو او ۱۲۹ روغتیایي کلینیکونو چاري پر مخ بیايي. په هغه ښوونځيو کې چې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې لخوا پر مخ بیول کیږي هر کال له ۷۰،۰۰۰ څخه ډیرو زده کوونکو (هلکانو او نجونو) ته تعلیمی خدمتونه وړاندې کیږي.
ملینا وايي: “زه غواړمه چې خپلې هڅې د بیړنیو مرستو له حالت څخه د یو دوامداره پراختیاېې حالت ته راواړوم. او په دې ترڅ کې به پر زیانمنو او له پامه غورځېدلو خلکو تمرکز وکړم .”
ملینا رمبه په دغه اونۍ کې کابل ته راغلې ده او د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د عمومې مشرې په توګه به تر دوو کلونو پورې دنده تر سره کړي.
د ملینا رمبه سره د مرکې لپاره، مهرباني وکړئ د سویډن کمېټې د اړیکو د برخې له کارکونکې شکرېې صافۍ سره اړیکه ونیسئ:
برېښنالیک: Shukria.safi@sca.org.af
د اړیکو شمېره: ۷۸۸۶۱۸۰۹۰ ( ۹۳+)