کډوال افغانان چې د سویډن د کمیټې لپاره پیسې راټولوي
– کله چې سترګې پټوم او د څو شېبو لپاره د افغانستان په اړه فکر کوم، خپل ځان خپل کلي کې وینم. لوړ غرونه او شنې درې، تازه او ښیرازه هوا، خپله کورنۍ او ملکرو تر څنګ ځان هوسا احساسوم. که څه هم چې زه په دغه پرمختللې ټولنه کې ژوند کوم خو زړه مې همالته خپل هېواد کې پاتې دی. هغه هېواد چې تر دغو هیوادونو سلګونو کاله شاته پاته دی. زه هیله لرم چې افغانستان هم پرمختګ وکړي، خو مونږ په دې پوهیږو چې دا کار وخت ته اړتیا لرۍ. منصور هوفیانی
یوه ډله افغان رضاکاره ځوانان چې د سویډن په هیواد کې ژوند کوي د زده کړو، کار او د ژوند د مصروفیتونو سربیره، تل په دې هڅه کې دي تر څو د افغانانو لپاره پیسې راټولې کړي او د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې له لارې یې د مرستې لپاره ورکړي. کله چې زه په خپل کاري سفر د سټاکهولم په ښار کې د سویډن د کمیټې دفتر ته ورغلم، د ځینو ځوانانو لکه کامبیز صخره، ولنتینا صخره، منصور هوفیانی، ساره هوفیاني، او عبدلحلیم رحمانی سره مې وپېژندل، چې د سټاکهولم ښار د سیمه ییزې کمیټې لپاره کار کوي.
دغه ځوانان دې ته ژمن دي چې د زیان منو شوو افغانانو سره د مرستې په موخه بیلابیلې کړنې ترسره کوي.
د سړکونو او ښارونو پاک کول: دغه ځوانان له سیمه ییزو ښاروالیو سره هوکړه کړې چې د پیسو په بدل کې کله کله لارې کوڅې او ښارونه پاک کړي. بیا دغه راټولې شوې پیسې د سویډن کمیټې ته ورکوي تر څو اړینو او زیان منو شوو افغانانو سره د سویډن د کمیټې د پروګرامونو له لارې مرسته وکړي.
سویډن ته د نویو رسیدلو افغانانو لپاره د کلتوري مراسمو برابرول : ډیری هغه افغان کډوال چې عمرونه یې تر ۱۸ کلونو کم وي، د سویډني کورنیو لخوا ساتل کیږي. دا ماشومان د افغانستان له فرهنګ سره برابرو خوړو، موسیقي، تفریح او نورو فعالیتونو ته اړتیا لري، خو لاسرسی نه ورته لري. یادو ځوانانو له نوموړو کورنیو سره لیدلي دي او هغوی یې هڅولي دي ترڅو ماشومانو ته په دې شان مراسمو کې د ګډون اجازه او مصارف ورکړي. په دې مراسمو کې د افغان مهاجرو ګډون نوموړو ته د دې چانس ورکوي چې د یو چت لاندې سره را ټول شي، خبرې وکړي، افغاني خواړه وخوري او افغاني موسیقي ته غوږ شي تر څو روحي هوساینه ترلاسه کړي.
د افغانانو لپاره د لوبو ترسره کول: دغه ډله همدا شان د هغو افغانانو لپاره ورزشي سیالۍ ترسره کوي چې د سویډني کورنیو لخوا ساتل کیږي. له هغو سیالیو څخه یوه هم د فوټبال سیالۍ ده چې هره اونۍ دوه ځلي د پیسو په مقابل کې تر سره کیږي.
ولنتینا صخره د دغې ډلې یوه غړې تازه له ښوونځي څخه فارغه شوې ده، شپه او ورځ په دې هڅه کې ده تر څو د طب پوهنځي ته بریالۍ شي او په همدې څانګه کې په سویډن کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. پر دې سربیره بیا هم ولنتینا خپل یو څه وخت له افغانانو سره د مرستې او د دغه بشر دوستانه کار د ترسره کولو لپاره کارولی دی.
“زما لپاره د دغه کار ترسره کول دوه اړین ارزښتونه لري. لومړی دا چې هغه افغان کډوال چې دلته راغلی دي تر اوسه له سویډني کلتور او دودونو سره نه دي بلد شوي او له ډیرو روحي ستونزو سره لاس او ګریوان دي. مونږ حتی د دې شاهدان یو چې له هغوی څخه ځینو د ځان وژنې هڅې وکړې، ځکه چې له دغې ټولنې سره د هغوی عادت کیدل ډیر وخت ته اړتیا لري. نو د همدې مراسمو له لارې مونږ غواړو چې دوی ته دا هیله ورکړو چې په دغه ځای کې نورو افغانانو ته نږدې دي، دا به د هغوی د ستړیا له مینځه وړلو لامل وګرځي. دوهم دا چې له همدې لارې اړینو افغانانو په ځانګړي توګه ګرانو ماشومانو ته چې په هیواد کې اوسیږي پیسې راټولې کړو تر څو د خپلو ځینو حقوقو لکه د سمو زده کړو حق، روغتیايي اسانتیاوو ته د لاسرسي حق او داسې نورو اساسی حقوقو څخه برخمن شي. ” ولنتینا صخره
د دغې ډلې یوه بلې غړې ساره هوفیاني، اوس مهال د طب پوهنځي زده کړیاله (محصله) ده. نوموړې همدارنګه په سویډن کې د مهاجرو افغانانو سره د ژباړونکې په توګه کار کوي. د دې ترڅنګ نوموړې همدارنګه د آیکیا په نوم د یو خصوصي شرکت کارکونکې هم ده. سربېره پر دغه ټولو مصروفیتونو، ساره هڅه کوي چې د رضاکارانه کړنو د ترسره کولو لپاره وخت پیدا کړي او د افغانانو لپاره پیسې را ټولې کړي.
“دا چې زه له افغانستان څخه لرې یم، نو ډیره متاثره یم چې نه شم کولای چې د خپل هیواد په جوړولو کې برخه واخلم. خو له افغانستان څخه بهر ډیر افغانان اوسیږي او مونږ کولای شو چې د هیواد د پرمختګ لپاره، له همدې ځایه په ګډه سره کار وکړو.خپل هیواد سره مرسته خپله دنده بولم، حتی که هغه کوچنۍ هم وي. زه د دې پلوۍ یم چې د سویډن کمیټه د ماشومانو د زده کړو په برخه کې فعالیت کوي. ځکه زه په دې باوري یم چې هر څومره زمونږ ملت په زده کړو سمبال وي، په هماغه اندازه مونږ کولای شو چې خپل ځان او خپلې ټولنې کې مثبت تغیرات راولو. دا زما لپاره ډیره مهمه ده چې له هغو خلکو سره کار وکړم او تر څنګ یې ولاړه اوسم چې د افغانستان سره مرسته کوي. ” ساره هوفیانی