مقاله
د روغتیا خطر د میلیونونو افغانانو لپاره. بیړني عمل ته اړتیا ده!
روغتیا تر برید لاندې دي او په مستقیمه توګه افغانستان او نورو د جګړو زونونو یې په نشه کړي دي. کله چې د ناټو د غړو هیوادونو او متحدینو په وارسا کي د جولای په ۸-۹ کي لیدل وکړل، د جګړي د قانون درناوې باید تر لوړه کچه ترسره شي.
د جګړي قانون او یا د بشرپالنې د نړیوال قانون، نه د مخالفانو وسله والو ډلو لخوا درناوې کیږي، نه د حکومتي ځواکونو لخوا او نه هم په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لخوا. دا نه یوازې د ژوند او مرګ په اړه یوه پوښتنه ده، دا هغه یوه پوښتنه ده چې که چيرې په افغانستان کې یوه دوامداره پرمختګ ممکنه ده چې په هر اړخیزه ترسره شي.
د یوې خپلواک بي پرې مرستندویه موسسې په توګه چې په افغانستان کې د ۳۰ کلونو څخه زیاته د خدمتونو د وړاندې کولو او د ملګرو سازمانونو ملاټر سره بوخت دي، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې (SCA) د روغتیاي کارکوونکو، د روغتیاي مرکزونو او د ناروغانو د ساتنې او لاسرسی په اړه ډیره جدي اندیښنه لري.
د فبرورۍ په روان کال کې، د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د بهیرنیو غوڅ ملاټر ځواکونو د هوا او لوژیستیکي ملاتړو سره د میدان وردک په تنګې سیدان د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې یو کلینیک باندې برید کړي دي. افغان ځواکونو د سویډن کمیټې پر کارکوونکو باندې برید کړي او دوه ناروغان او یوه کوچنۍ هلک د کلینیک څخه بهر بوتلل او له ۲۰ دقیقې ورسته هغوی يې ووژل.
د عملیاتو په ترڅ کې د افغانستان پوځي پولیسو د کلینیک مشر او د کارکوونکو یو غړي سره فزیکې ناوړه چلند کړي دي. د کلینیک د ننووتو ورسته، د کلینیک مشر یې اړ کړي وو چې د نږدې شاوخوا عمارتونه ولتوي که نه بیا هغه به ووژني. په پاي کې هغه یې تړلې لاس پریښي وو.
د هوډمن مالتړ ماموریت د دې پیښې په اړه یو څیړنې ترسره کړي، خو مونږ ته وویل شوي چې دا معلومات به محرم پاتې شي. دا د منلو وړ نه ده. دا موږ ته نا معقول بریښي چې د هوډمن مالتړ ماموریت د خپلې کړنې باندې څیړنه کوي او دا ددې غوښتنه کوي چې یوه خپلواکه څیړنه ترسره شي.
په ټول افغانستان کې د دې شان بریدونه شیوع په یو نورم بدل شوي دي. په کندز ولایت کې په ۲۰۱۵ د اکتوبر په ۳ کې یو روغتون چې د بي پولې داکترانو لخوا اداره کیدل، د امریکا د هواي بریدونو لامل ستر تلفات یې موندلي وو. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندونه پلاوي (یوناما) په وینا، د ۲۰۱۴ کال کې ۵۹ پیښه، په ۲۰۱۳ کال کې ۳۳ پیښو په پرتله د روغتیاي د خدمتونو ته د لاسرسې باندې اغیزناکه پیښې په ۲۰۱۵ کال کې تر ۱۲۵ پیښو زیات شوي دي.
د دې غمجنې پیښو پرمختګ هغو کسان ډیر وزلوي چې ټرټولو نه ملاتړو ته اړتیا لري لکه فقیران، ښځې او ماشومان. کله چې روغتیاي مرکزونو د برید خطر سره مخامخ شي، نو ملکې خلک به بیزاره شي او روغتیاي خدمات ته چې د هغو حق بلل کیږي لاړ به نشي. دوي د هغو منابعو او خدماتو ته چې اړتیا لري لاسرسی ترلاسه کولاي نشی.
په افغانستان کي د سویدن کمیټه د جنګې دلو ته چې په افغانستان کې د شخړو سبب ګرځي واي چې هغوي باید د جګړو قوانینو ته درنا وکړي: په افغانستان کې د جګړو ټول لوریو باید د عملیاتو په وخت کې زیاتره احتیاط ورکړي ترڅو د بی ګناه خلکو ژوند وژغوري.
مسوؤلین باید حساب ورکړي! دا معافیت باید پای ته ورسي. د دې کار د پیښیدو لپاره باید دا موضوع د نن په پرتله لوړو لومړیتوب ترلاسه کړي. که څه هم قوانین، تړونونه او پریکړې موجود دي خو بیا هم وخت په وخت، کلینیکونه، روغتونونه، ناروغانو او روغتیاي کارکوونکو تر برید لاندې نیول کیږي. دا باید پای ته ورسي!
ناټو او د افغانستان حکومت باید د جګړې قانون په ګوته کړي، هغوي څخه پیروي وکړي او نورو رڼې پلټنې لپاره یوه میکانیزم جوړ کړي. ناټو باید ژمنه وکړي چې دواړو بهرنیو او افغان پوځي پرسونل ته ښې روزنې ورکړي- اوهغوي ته یو روښانه پیغام واستوي چې هیڅ تېروتنه د منلو وړ نه دي.
مخالفو وسله والو ډلو هم باید د خلکو یرغل او آزار بند کړي.
په وارسا کې د جولاي په ۸-۹ نيټه کې د ناټو مشرانو غوندې سره سره د روغتیا ساتنې باید په اجندا کې راشي او د ناټو ټول غړې باید ژمنې وکړي. که څه هم په تیرو کلنو کې د روغتیاي سیستم ډیر پرمختګ موندلي دي نو بیا هم د افغانستان روغتیاي سیستم کمزورۍ دي. ډاکټران او طبي کارکوونکو یو اریانونکی سرښندنه، باور او لاسرسی د خلکو ترمنځ ښایي. د افغانستان پر روغتیای سیستم د پوځی یرغل او بریدونه پر له پسې د دې سیستم پرمختګ بهیر په خطر اچوي.