د افغانستـان لپاره د ســویډن کمیټــې ته د ټولګټــې ښوونــې نړیوال ســرټیفیکیټ ورکـړل شــو
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ته د “صفري پروژې” تر نامه لاندې د یوه درې ورځني کنفرانس په ترڅکې یو سرټیفیکیټ ورکړل شو چې د خدمتونو د وړاندکولو، مرسته غوښتنې او د ظرفیت لوړوالی په برخو کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ژمنتیا تصدیقوي. دغه کنفرانس د ملګرو ملتونو دفتر په وین نړیوال مرکز کې چې په اوتریش کې موقعیت لري، دایر شوی وو. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د ۳۰۰ نومـاندو لمنځه یو له ۹۸ مبتکرو تګـلارو او پالیسیـو په توګه وټـاکل شــوه.
د ټولګټــي ښوونـې سلاکار ښاغلی جوزف ایم، ایوانس چې په دغه کنفرانس کې یې ګډون کړې وو او یاد سرټیفیکیټ یې ترلاسه کړ وایي “په دولتي ښوونځیو کې د معلولیت لرونکو ماشومانو د شاملولو په وړاندې زمونږه ژمنه په یو جنګ ځپلـي هیواد کـې په خاصـه توګه ستایل کیـږي.”
صفري پروژه چې د ۲۰۰۸م کال د مارچ په میاشت کې تمویل شوه، يو بنسټ دی چې د اوتریش د یو نامتـو موسس ښاغلــي مارتیـن ایسـل، د هغه میــرمن جـردا او د هغوی ماشومانو په وسیــله پیل شــوه.
د ایسل بنسټ د اړو کسانو د ملاتړ، له نورو سره د مرستې په اړه د عامه پوهاوي ترویج او د څیړنیزو خپرونو څخه د ملاتړ په موخه رامنځته شوی دی. دغه بنسټ د راتلونکې نړې شورا (World Future Council) چې د جرمني په هامبورګ کې موقعیت لري او د اروپا ښیګنیز مرکز (European Foundation Center) سره چې د بلجیم په بروسلس کې موقعیت لري یوځای کار کوي. د صفري پروژې ماموریت د معلولیت لرونکو اشخاصو په اړه د ملګرو ملتونو د کنواسیون (UNCRPD) له موخو او اصولو ســره ســم د داسی یوې نړۍ لپاره کارکول دي چـې خنــډونو پکــې صفر وي.
د ښاغلی جوزف د خبرو پر بنسټ، په دغه کنفرانس کې د نړې له ۷۰ زیاتو هیوادونو څخه قابو ۵۳۴ ګډونوالو ګدون کړی وو. د سازمانونو استازو، د مللګرو ملتونو دفترونو، بانکونو، سفارتونو، د ولسی جرګې وکیلانو، سفیرانو، د اکاډمۍ غړو، دولتونو او پوهنتونونو بشپړ موضوعی مطالب تر بحث لاندې ونیول.
د معلولیت لرونکو ماشومانو په هکله د ارقامو نشتون او لوړو زده کړو ته د معلولیت لرونکو اشخاصو نه لاسرسی هغه ننګونې وې چې د کنفرانس په بهیر کي تشخیص شوې. د ګدونوالو د ویناوو پربنسټ، ځیني هیوادونه د معلولیت لرونکو ماشومانو په اړه معلومات نه ساتي چې آیا یاد ماشومان په ښوونځي کې دي یا له ښوونځي څخه بهر دي. د کنفرانس ګډونوالو ټینګار کاوه چې میشت خنډونه بايد لیـري شــي ترڅو معلولیت لرونکــي اشخاص لوړو زده کړو ته لاسـرسـی ومومـي.
ښاغلی جوزف وایي چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د یو داسې سازمان په توګه چې معلولیت لرونکي ماشومان او اشخاص په زړه او عمل کې لري، پیژندل کیږي. پدغه ډول کنفرانس کې ګډون د خپل لرلید او ماموریت پر وړاندې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ژمنتیا تصدیقوي چې په خپل پرمختګ کې د افغانستان د خلکو د بشپړ ډول ګدون په موخه د فقر څخه پرته افغانستان، با وقاره ژوند او چیـرته چـې د بشــر حقونه رعایت کیــږي تمــرکز کوي.
ښاغلي جوزف خپله وینا داسی رانغاړي “د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه اوس مهال د نړۍ په نخښه کې ظاهره شوې او له هغې څخه بلنه شوې څو په نورو کنفرانسونو کې چې د صفري پروژې لخوا په راتلونکـي کـې په لاره اچول کیــږي، ګـدون وکـړي.”