نړیوال ځواکونو د سویډن کمیټې په روغتون عملیاتو کې مرسته درلوده
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې عمومی رئیس ښاغلی یورګن هولمسټروم وايې چې د ملګرو ملتونو د دفتر یوناما او د دې کمیټې د کارکونکو څخه تر لاسه شوو معلوماتو دا په ډاګه شوي ده چې د سویډن کمیټې په روغتون ترسره شوو عملیاتو کې نړیوال ځواکونو ونډه درلودله.
د ۱۷ او ۱۸ فبروری په منځنی شپه افغان ځانګړو ځواکونو د میدان وردګ ولایت په تنګی سیدان سیمه کې عملیات ترسره کړل. په دغه عملیاتو کې د روغتون څخه دوه ټپیان او یو تنکی هلک چې د یو ټپی کس سره پایوز وو د روغتون څخه بیرون ویوړل شو او بیا ووژل شو. د روغتون کارکونکي هم ونیول شو او ووهل شو.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په روغتون عملیات او د درې کسانو وژنه د بشري قوانینو او د جینوا کنوانسیون سرغړونه وبلله. دا قوانین په جګړه کې ښکلیل خواوو څخه غواړی چې د روغتیايې مرکزونو ته درناوی ولري.
له دې وړاندې داسې انګیرله چې بهرني ځواکونه هم په دغه عملیاتو کې شریک وو – خو دا خبره اوس د ملګرو ملتونو یا یوناما تائید کړي، همدارنګه هغه کارکونکو چې د عملیاتو په وخت د ځواکونو لخوا نیول شوي وو هم دا تائید کړه چې بهرنی ځواکونه پدغه عملیاتو کې شریک وو. د یوه کارکونکی په وینا چې دوه تنو د انګلیسی ته ورته ژبی خبري کولي او بل کس وویل چې هغوي د بهرنیو ځواکونو په یونیفورم کې وو. ښايې بهرنیو ځواکونه په روغتون عملیاتو کې شریک نه وو خو وروسته راغلي وي.
مونږ اوس د افغان دولت او د بهرنیو ځواکونو مدیریت څخه د دې پیښی په اړه معلومات غواړو. همدارنګه د سویډن هیواد هم باید خپل غبرګون وښایې. دغه راز د پېښې په تړاو باید خپلواکې پلټنې وشي.
د میدان وردګو په تنګي سیدان کې د سویډن کمیټې کلینیک لس بستره لري، چې د څلورو مېرمنو په ګډون درویشت کارکوونکي په کې کار کوي او په دغې سیمې کې یواځنی روغتيايي مرکز هم دی. د دغه روغتون مشر وايې چې د ویری له کبله اوس “لږ ناروغان دوی ته ورځي”.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د ډیرو کلونو راپدیخوا په افغانستان کې کار کوي او په دغه هیواد کې د سترو مؤسسو کې شمیرل کیږي. دا کمیټه ۵۳۰۰ کارکونکي لري، چې زیاتره افغانان دي. دا کمیټه په ښوونی او روزنی په برخه کې د ۷۰۰۰۰ ماشومانو ته د زده کړي زمینه برابره کړي، د معلولینو بیا رغونی او د کلیو پراختیا په برخو کې کار کوي. د روغتیا په برخه کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د میدان وردګ په ګډون د هیواد په دوه ولایتونو کې کار کوي. دا کمیټه ځايې مؤسسو څخه هم ملاتړ کوي.