د جنسیتي نابرابرۍ بل اړخ: په افغانستان کې نارینه او نارینتوب
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې او د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره یا ای ار اي یو په ګډه سره د نارینه توب په اړه ترسره شوي څیړنه د جنسیتي نابرابرۍ بل اړخ: په افغانستان کې نارینه او نارینتوب پایلی اعلان کړه. دا څیړنه چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په مالي مرسته د افغانستان د څیړنې او ارزونې ادارې لخوا ترسره شوي موخه يې د افغان نارینه په هکله د خیالونو او د جنسیتي نابرابرۍ پیژندنه ده.
د جنسیتي نابرابرۍ په اړه دغه څیړنه د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې عمومي رئیس ښاغلی یورګن هولمستروم او د ای ار اي یو څیړنپوه آغلی ډاکټر چونا ار ایکاویز په یوه خبري ناسته کې چې د جنوری په ۲۱ په کابل کې راغوښتل شوي وه رسنیئو ته په ډاګه کړه.
د ای ار اي څیړنپوه ښاغلی سید مهدی مسوي په وینا چې د دې څیړني پایلي دا ښايې چې نه یواځی نارینه بلکی میرمني هم دا منلي چې نارینه باید د قوت څښتن، پریکړه کونکي او د کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو کې ستره ونډه لرونکی واوسي. خو د هغه په وینا دا موضوع د زده کړو، جنسیت، عمر او د ولایت له اړخه توپیر لری.
دا څیړنه د ننګرهار، کابل، بامیان او تخار ولایتونو کې ترسره شوي او دوه سوه نارینه او دوه سوه ښځو سره مرکه وشوه. د څیړنی لپاره د سیمو انتخاب د نارینه او ښځو په اړیکو کې ښکاره بدلون په معیار شوي وو.
نارینه او ښځي پدې باور دي چې نارینه باید په هر قیمت د کورنۍ اړتیاوي پوره کړي. دا باور په نارینه یو څه زیات فشار راوړي. د ښاغلی موسوی شپارښتنه وکړه چې په نارینه د دې زیات فشار په اړه باید ښځي او نارینه پرانستی خبرې اترې وکړي.
دغه څېړنه استدلال کوي، هغه سیاستونه او پالیسۍ تراوسه له ماتې سره مخ شوي، چې داسې څېړنې وړاندې کړي، چې د جنسیت د برابرۍ او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخینوي په برخه کې، د نارینه او هلکانو ښېګڼو ته اشاره ولري.
څېرنه زیاتوي: “. که له عامه او وچو قضاوتونو څخه د تېرېدو په موخه مشخصې ستراتیژۍ جوړې نه شي او له دواړو سره یو ځای کار و نه شي او نارینه د جنسیتي اړیکو د بدلون په برخه کې کومه ونډه ادا نه کړي او د دوی شخصي تجربې په پام کې و نه نیول شي، نو دوی به د جنسیت پورې تړلي بحثونو په برخه کې بیا هم په حاشیه کې راشي او بیا هم د ستونزې په توګه پر خپل ځای پاته وي او د ښځو پر ژوند خپلې ولکې ته دوام ورکړي.
د دغې څېړنې هدف دا دی، چې دا په ګوته کړي، چې د نارینه وو لیدلوري، انګیرنې او کړنې، څرنګه د نرواکی ټولنیزو او دودیزو باورونو تر اغیزې لاندې راځي او دغه عوامل څرنګه په افغاني ټولنه کې د ښځو او نارینه وو ترمنځ د تعامل لړۍ لا پسې اغېزمنوي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د جنسیتي نابرابرۍ بل اړخ: په افغانستان کې نارینه او نارینتوب په هکله د څیړنی پایلی په راتلونکي کې پخپل پروګرامونو کې د جنسیتي برابروالی لپاره په نظر کې ونسي.