روغ ژوند پیلولو لپاره د ماشومانو ثبتول
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د ماشومانو د روغتیا لپاره په لغمان ولایت کې یو نوې پړاو پیل کړ چې پدې لړ کې به ماشومانو ته د واکسینونو، خوړو او د هغوي د ودې څخه د څار په ګډون ټول اړین روغتیايې خدمتونو وړاندی کولو لپاره هر ماشوم ثبت کړي.
هر یوه ماشوم چې هر ځاې اوسیږي د روغ ژوند لرلو لپاره د ثبتولو حق لری. د همدې امله د درې لویو وچو آسیا، افریقه او اروپا څخه د آی کی اي ای بنسټ، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه، په یوګنډا کې ولسوالی روغتیايې ډله او شیفو بنسټ یوځاې شوي دي.
د ۲۰۱۳ په پیل کې شیفو ډلې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې سره په دغه هیواد کې په ګډه د ماشومانو لپاره د روغتیايې خدمتونو د پیاوړتیا د امکاناتو په اړه خبري اتري پیل کړلي. په مارچ ۲۰۱۳ کې د شیفو یوه ډله د سویډن کمیټې په کابل کې اداري دفتر ته راوغوښتل شوه تر څو هغوي په افغانستان کې د روغتیا د سسټم د پرمختګ او ورته پیښ ننګونو په اړه پوه شي.
د ۲۰۱۵ سپتامبر میاشت راپدیخوا دواړو ادارو په افغانستان کې د ماشومانو د روغتیايې خدمتونو د لا ښه کولو په موخه په همغږئ د یوګنډا هیواد د هر یوه ماشوم د شمیرنې په څیر يې د ماشومانو د ثبتولو پروګرام پیل کړ.
پدې اړه شیفو په یوګنډا کې (زما ماشوم) سسټم چې په دوه ولسوالیو کې يې پلي کړې وو تجربه لري او دا ډول سسټم په افغانستان کې پلي کولو سره هغوي د سویډن کمیټې په همغږئ په دواړو هیوادونو (افغانستان او يوګنډا) کې هر یوه ماشوم ته د ژوند ژغورنې روغتیايې خدمتونه وړاندی کولاې شي.
د شیفو په اند افغانستان په تیرو دیارلس کلونو کې د روغتیايې خدمتونو په برخه کې د پاملرنې وړ لاسته راوړنې لري او د روغتیايې خدمتونو ته د لازیات لاسرسې لرلو او د روغتیايې خدمتونو پیاوړي کولو لپاره یوه واضح جوړښت جوړ کړې دې. خو بیا هم هر یوه کس ته اړین روغتیايې خدمتونو رسول ننګوني لري. په افغانستان کې د پنځه کلنو څخه د ټیټ عمر لرونکو ماشومانو د مړینې کچه په زر ماشومانو کې ۹۱ ده چې دا شمیره لوړه ده. همدارنګه د ۱۲ څخه د ۲۳ کالو عمر لرونکو ماشومانو شپیته سلنه په سمه توګه واکسین شوي ندي. د ماشومانو ناوړه تغذیه هم د هغوي د مړینې کچه زیاته کړي او د پنځه کلنو ماشومانو ناوړه تغذیه کچه ۳۹ سلنه ده. شیفو به د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې سره په ګډه د هغه ننګونو پر وړاندې کار وکړي چې مونږ د هر یوه ماشوم په سمه توګه د واکسین کولو منع کوي او او په سالمه توګه لویدو لپاره هغوي ته اړین روغتیايې خدمتونو وړاندي کړي.
د نومبر میاشت په پیل کې دواړه ملګرو (د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې او شیفو) د سویډن په سټاکهولوم کې ناسته وکړه او د راتلونکو دریو کلونو لپاره د سټراټیژیکي کارونو په اړه وغږیدل.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د روغتیا پروګرام مسئول ښاغلی ډاکټر همایون صافي وايې چې مونږ شیفو سره د ورته موخو لپاره کار کولو ته خوشاله یو. پدغه کار کې د فکر ابتکار او نږدې کیدنه به په افغانستان کې د ماشومانو ژوند پیاوړي کولو لپاره مونږ یو ځاې کړي. مونږ د لغمان ولایت څخه کار پیلوو چیرته چې د سویډن کمیټه د تیر ۲۰۰۹ کال څخه راپدیخوا لومړني روغتیايې خدمتونه وړاندی کوي.
د سټراټیژیک پلان او ارتباطاتو مسئول ښاغلی جوناتن سپمپیناتو وايې چې د آی کی اي ای بنسټ پدې باور دې چې هر یوه ماشوم روغ ژوند پیلولو حق لری. د همدې امله مونږ شیفو سره د ۱.۲ میلیون یورو مرسته کړي تر څو یوګنډا او افغانستان کې د زرګونو ماشومانو دا حق شوني کړي.
په افغانستان کې د شیفو کار به ماشومانو ته د روغتیآيې خدمتونو په وړاندې کولو کې د تشو پیژندل او ډکول وي.
د شیفو بنسټ رئیس ښاغلی رستم نبلي وايې چې مونږ غواړو په افغانستان کې د اوږد مهاله پرمختګ یوه برخه واوسو. زمونږ لپاره دا د ماشومانو د روغتیايې ستونزو نښه کول، او د خپلو ملګرو ادارو سره په ګډه د روغتیايې خدمتونو کیفیت پیاوړی کولو لپاره یوه غښتلی بنسټ رامنځته کول دي.
د هر یوه ماشوم د شمیرنې په اړه – زما ماشوم سسټم په افغانستان او یوګنډا پروګرام