مقدس وايې زده کونکو لپاره زده کړه باید زړه پوری واوسي
آغلی مقدس چې د تیر ۲۰۰۶ کال کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیتې سره د ټولنیزو ښوونځیو په برخه کې دنده ترلاسه کړي او د تیرو دوه کلونو څخه راپدیخوا هغه پدغه ښوونځي کې د مدیره په توګه دنده پرمخ وړي.
د بدخشان ولایت په کشیم ولسوالۍ کې د ټولنیز ښوونځي یوه ښوونکي آغلی مقدس د ټولو هغو کسانو چې د ښوونې په برخه کې دنده پرمخ وړي او بیا په ځانګړی توګه د ښوونکو څخه غوښتنه کوي چې پدې برخه کې زیار وباسی. هغه وايې چې د پوهي په وسیله مونږ کولاې شو د ننګونو پر وړاندې بریالي شو.
آغلی مقدس چې د تیر ۲۰۰۶ کال کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیتې سره د ټولنیزو ښوونځیو په برخه کې دنده ترلاسه کړي او د تیرو دوه کلونو څخه راپدیخوا هغه پدغه ښوونځي کې د مدیره په توګه دنده پرمخ وړي.
کله چې مو د هغي څخه وپوښتل چې ولی يې د ښوونکی دنده خوښه کړي. آغلی مقدس موسکۍ شوه. هغي وویل چې زما د کوچنیوالي څخه د ښوونکي دنده خوښیده او دا ځکه چې د ښوونکي دنده یوه سپیڅلي دنده ده.
د آغلي مقدس په وینا هغه زیار باسي چې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي. هغه وايې چې زه د افغانستان لپاره د سویډن کمیتې څخه کوم میاشتینی معاش اخلم هغی سره د خپلي کورنۍ لګښت پوره کوم.
د مردره په نوم دغه ټولنیز ښوونځي کې د ۲۰۶ هلکان او نجوني د اته ښوونکو لخوا تدریس کیږي. دا ښوونکي د ښوونکو د روزنیز انسټي ټیوټ څخه فارغ شوي او د سویډن کمیتې لخوا تل تخنیکي مرسته ترلاسه کوی.
آغلی مقدس وايې چې زه پدي باور لرم چې ښوونکي باید د زده کړو په برخه کې د بیلابیلو لارو یا قاعدو څخه ګټه واخلي تر څو د زده کونکو لپاره زده کړه زړه پوري کړی.
د کشیم ولسوالۍ اوسیدونکي پدغه سیمه کې د ښووني په برخه کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیتې د خدمتونو څخه راضی دي او د سویډن کمیټې څخه غواړي چې پدغه ولسوالۍ کې د ټولګیو شمیر زیات کړي.
باید ووایو چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په بدخشان ولایت کې نهه ټولنیز ښوونځي او همدارنګه د هیواد په دولس ولسوالیو کې ۵۷۵ ټولنیز ښوونځي لري.
راپور: عبدالباقي یونسي – د سویډن کمیتې د روزني په برخه کې سینئر آفیسر
لیکونکي: حمیرا غني – د سویډن کمیټې د انفارمیشن سینئر آفیسره
ژباړه: محمد صلاح الدین مومند – د سویډن کمیټې د انفارمیشن سینئر آفیسر
انځورونه: سیری سوټکلف لارسون – د ښووني په برخه کې زده کونکي