د معلولیت له منځه وړلو لپاره نه ستړي کیدونکي هلي ځلي
د بیرون څخه په لیدلو دلته کوم ځانګړې څیز نه د سترګو کیږي. دا په تالقانو کې یوه عادی کوڅه ده. دلته د یوې لوحې څخه دا معلومیږې چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیتې کړني د دیواله څخه اخوا دي. خو په دروازي ننوتلو سره د ګلونو ډک او تک شین غټ انګړ او تیت و پرک ودانۍ د سترګو کیږي. دلته په راتګ سره پوهیږۍ چې دلته هرې ودانۍ کې کارونه روان دي چې موخه یې د معلولیت لرونکو خلکو په ژوند کې اسانتیاوي رامنځته کول دي.

پدغه ودانۍ کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره ګرځنده (ټایر لرونکي) چوکۍ جوړیږي. بیلابیل عمر معلولیت لرونکي خلک د مصنوعي اندامونو د کارولو مشق کوي. دلته یو ماشوم ته د پښو د کوږوالي د تداوي په موخه جوړ شوي بوټان په پښو کولو ژاړي. دلته د ډول ډول ماشینونو د کارولو له آمله غږونه اوریدل کیږي.
یولس کلن ممتاز د نوي جوړی شوی مصنوعی پښې سره د قدم اخستلو مشق کوي. یو کال وړاندې د پښې په هډوکي کې د یوي ستونزي له آمله د کابل په یوه روغتون کې ډاکټرانو د هغه چپه پښه د عملیات په وخت غوڅه کړي وه. د ممتاز په اند دا سرطان وو خو سل په سلو باوري هم ندې. خو په بل پلو د ماینونو د ټپونو له آمله خلک مصنوعی اندامونو ته اړتیا لري.
د یوه کال پورې ممتاز د امساګانو په مرسته قدم اخسته. اوس هغه د یوي اونۍ څخه راپدیخوا هغه د مصنوعي پښې سره د تګ مشق کوي او په ښه توګه قدم اخستلې شي. د هغه په وینا دلته خلک مرستندویه دي.
د ممتاز کورنۍ بیوزله ده. د هغه پلار بیکاره دی او یواځې د هغه ورور په یوه هوټل کې کار کوي. ممتاز وايې چې د مصنوعی پښې درلودلو سره هغه به وکولاې شي د خپلي کورنۍ ته د خوړو په لاسته راوړلو کې مرسته وکړي.
لیکونکې: بیون لینډ
ژباړه: محمد صلاح الدین مومند