د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه

په ۲۰۲۲ میلادي کال کې، له ۱۳۳،۰۰۰ څخه زیاتو ماشومانو (چې ۶۰ سلنه یې نجونې وې) د سویډن کمیټې لخوا د تمویل شویو ښوونځیو په ۳،۰۰۰ ټولګیو کې ګډون کړی.

هر کال له ۲،۵ میلیونو څخه ډېر ناروغان د SCA په کلینکونو او روغتونونو کې روغتیایې خدمات ترلاسه کوي. له دې جملې څخه له ۹۴۰،۰۰۰ څخه یې ډېرې مېرمنې دي. د دې تر څنګ د افغانستان لپاره د سویډن کميټه په هیواد کې معلولیت لرونکو کسانو سره مرسته کوي تر څو روغتیایي خدماتو ته لاسرسي ولري.  دا کمېټه په لرې پرتو سیمو کې د پرمختګ لپاره هم مرسته کوي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له فعالیتونو څخه میرمنې، ماشومان او معلولیت لرونکي خلک ګټه پورته کوي. کله چې په کلیو او بانډو کې د کوچنیانو لپاره ښوونځي، د مور او ماشوم د مړینې د کمونې لپاره قابلې، او د معلولیت لرونکو کسانو لپاره مصنوعي غړي برابر شي، نو ژوند کول ډیر هوسا کیږي. مونږ خلکو ته دا توان ورکوو تر څو خپل ژوند ته تغیر ورکړي – بې له لوږې او با عزته ژوند د هر انسان حق دی، نه یوه شخصي ډالۍ.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه له ۸،۰۰۰ ډیر افغان کارکونکي لري او ټول یې په دی هیواد کې د ثبات د راوړلو لپاره مرسته کوي. په لویه کچه پروګرامونه یې د هیواد په کلیو کې پلې کېږي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د دې هېواد په ۱۴ ولایتونو کې فعالیت لري.

له ۴۰ کلونو څخه د زیاتې مودې لپاره مونږ د جنګ او جګړو سربېره د هغو خلکو تر منځ پاتې شوې یو چې مونږ ته یې اړتیا درلوده. مونږ هوډ لرو چې افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته تر هغه وخت پوري ادامه ورکړو چې مونږ ته یې ورته ضرورت وي.

SCA د سویډن په یوولسو سیمه ایزو اتحادیو کې او همدارنګه په افغانستان کې په یوې سیمه ایزه اتحادیه کې ۳،۵۸۵ غړي او انفرادي بسپنه ورکوونکي لري. Sida، د سویډن د حکومت د پراختیایي همکاریو اداره، د SCAتر ټولو لویه اداري بسپنه ورکونکې ده. د Sida برسېره، SCA د بیلابیلو تمویل کونکو څخه بسپنه ترلاسه کوي، لکه د ملګرو ملتونو ادارې، د اروپا اتحادیه، د سویډن د نړیوالې پراختیا د همکارۍ اداره، او خصوصي اشخاص.

تاریخچه:

د افغانستان لپاره د سویډن کمېته پر افغانستان د شوري یرغل باندې د اعتراض په توګه جوړه شوه. په ۱۹۸۱ م کال سویډن کمېټې د افغانانو لپاره د بشري مرستو په راټولو باندې پیل وکړ. یو کال وروسته دې کمېټې د افغانستان لپاره د پاکستان په پېښور کې خپل دفتر پرانېست او د شوروي له واک لاندې افغانستان کې یې څلور کوچنیو روغتونونو ته د درملو او وسایلو استول پیل کړل.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۴م کال یو لومړنی ښوونځی د لومړي ځل لپاره پرانېست او درې کاله وروسته یې د کلیو په پراخیتا باندې لاس پورې کړ. د معلولیت لرونکو لپاره یې ۱۹۹۲م کال کې یو پرګرام په لاره واچاوه. له هغه وروسته تر دې دمه٬ دا کمېټه زمونږ د لرلید٬ له غربت، تاوتریخوالي، او تبعیض څخه د خوندي افغانستان لپاره کار کوي. دا کمېټه بیا ورو ورو د بشري مرستو د وړاندې کولو له ادارې څخه  یوې پرمختیایي ادارې ته واوښته.